د اروپایي کمیسیون مشر وايي 'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې ده ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر شلمه سپینې مانۍ کې کار ته پیل وکړي.

د اروپایي کمیسیون مشر جېن کلود یونکر وایي د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ غوراوي کې، د دې خطر شته چې د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شي.

ښاغلي یونکر لوګزمبورګ کې یو شمېر زده کوونکو ته وویل " موږ به اړ یو ټاکل شوي ولسمشر ته زدکړه ورکړو چې اروپا څه ده او څنګه کار کوي ".

د انځور حقوق EPA
Image caption د اروپایي کمیسیون مشر جېن کلود یونکر د ټرمپ د ټاکنې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی.

تر دې وړاندې د اروپايي هېوادونو مشرانو د ښاغلي ټرمپ د غوراوي پر وړاندې له احتیاطه ډکې څرګندونې کړې وې.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال ښاغلي ټرمپ د اروپايي ټولنې او ناټو په اړه سختې خبرې وکړې او له روسیې سره یې د ښو اړیکو د جوړولو لیوالتیا وښوده.

ټرمپ او پوتین به د سوریې په تړاو سره ګډ کار وکړای شي؟

ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ

بله خوا د امریکا ځینو ښارونو کې د ښاغلي ټرمپ پر وړاندې مظاهرې وروسته له دوو شپو اوس هم روانې دي او په تاوتریخوالو اووښتي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مظاهره کوونکو لیکلي، زما ولسمشر نه دی

ځینو مظاهره کوونکو شخصي ملکیتونو ته هم تاوان اړولی دی، د موټرونو ښیښې یې ماتې کړي او پر پولیسو یې توکې ور ګوزار کړي.

پولیسو بیا له مرچ شیندونکو او ربړي مرمیو کار اخیستی دی او ۲۶ کسان یې نیولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption مظاهره کوونکو شپه د باندې تېره کړه

نیویارک کې ښاغلی ټرمپ د هغې کاري ډلې په جوړولو بوخت دی چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۰ یې، د اوسني ولسمشر بارک اوباما د ځای ناستي کېدو او سپینې ماڼۍ ته د ننوتو پر مهال بدرګه کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د ټرمپ پر ضد لاریونونه وشول