ځانګړې مرکه: په پاکستان کې د پوځ رول او نفوذ
ځانګړې مرکه: په پاکستان کې د پوځ رول او نفوذ
د پاکستان په کورني سياست او بهرنۍ تګلاره کې د پوځ رول او نفوذ د نوموړې هېواد له جوړېدو راهيسې د بحث توده موضوع پاته شوې ده.
که له يوې خوا د ملکي چارواکو او سياستوالو کمزوريو او نيمګړتياوو ته ګوته نيول کېږي، له بلې خوا د پوځ پر کودتاګانو نيوکې کېږي او له اورپکو ډلو سره د تماس او ملاتړ تور پر لګول کېږي. خو خپله د پاکستان پوځ دغه ډول نيوکې او تورونه ردوي.
ډاکتر محمد تقي د سيمې، په ځانګړې توګه د پاکستان، د سياسي چارو کارپوه دی او په دې اړه ليکنې کوي. نوموړی اصلا د پېښور دی خو اوس په امريکا کې اوسېږي.
زموږ همکار داود اعظمي له ډاکتر محمد تقي سره دلته د بي بي سي په لندن سټوډيو کې ځانګړې مرکه کړې او په پيل کې يې ځيني پوښتلي چې د پاکستان پوځ خو ځان د هيواد د پولو او ثبات ساتونکی بولي، نو دی يې ولې پر رول نيوکي کوي.