اولمپیک کمېټه کې جنجال "د لوبغاړو پرمختګ ټکنی" کړی

Image caption سهیلا حمیدي په اولمپیک کې دوه مشران له لوبو د زړه توري کېدلو لامل بولي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د دوو کسانو ترمنځ ناندرۍ پر لوبغاړو د منفي اغېز اندیښنې مخې ته کړې دي.

سهیلا حمیدي د افغانستان د تکواندو فدراسیون غړې وه. نوموړې وايي، په نړیواله کچه یې لاسته راوړنې لرلې، خو اوه کاله وروسته یې د سپورټ پر لار بریالی مزل ټکنی شوی.

د افغانستان د اولمپیک کمېټې ناندریو د دې ۲۲ کلنې پیغلې هیلې مړاوې کړې دي چې غوښتل یې یو وخت د تکواندو ستورې شي.

د هغې په خبره، د دې ناهیلۍ بنسټیز لامل په اولمپیک کې دوه مشران دي، چي خپلو کې نه جوړیږي او فدراسیون یې هم دوه ډلې کړی دی.

"په داسې حال کې مونږ سمې لوبې نه شو کولی، موږ ته سمه پاملرنه نه کېږي، وګورئ، یو لوبغاړی هڅول کېږي خو بل نه. له همدې امله زه له سپورټ زړه تورې شوم. ومې ویل دا چې سپکېږم او فدراسیون هم معلوم نه وي او هڅې مې هم بېځایه لاړې شي، ښه دا ده چې سپورټ پرېږدم."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبغاړي وېشلې اولمپیک کمېټه د خپل پرمختګ خنډ بولي.

"په بهرنیو لوبو کې د ګډون لپاره نه لاسنیوی"

یوازي سهیلا نه ده چې د اولمپیک ملي کمیټې د څوکۍ جنجالونو یې زړه له خپلې لوبي تور کړی، ډېر نور لوبغاړي هم شته چې له دغه څه کړیږي او راتلونکي ته اندېښمن دي.

* افغانستان کې وزلوبه رسمي شوه

* افغان اولمپیک کمېټه وزلوبه ټول هېواد ته رسوي

د کڼو یا نه اورېدونکو فدراسیون مشر نصرت بکتاش چې په اشاره غږېده، د ژباړونکي په خوله را ته وویل، هیله من و چې د کڼو یا ډیف نړیوال جام کې به یې لوبغاړي ګډون وکړي او ډک لاس راستنیده به یې د افغانانو پر شونډو موسکا خپره کړي.

خو وايي، خبره هغسې نه شوه.

د ښاغلي بکتاش په خبره، په لوبه کې د ګډون لپاره یې هیچا لاس ونه نیو اوهرې دروازې ته چې ودرېد د تمرین لپاره یې ځای ورنه کړ.

"ټولو منفي ځواب راکړ، هر یو ته چې ورځو منفي ځواب راکوي. موږ د دواړو (ظاهر اغبر او محمود حنیف) په منځ کې پاتې یو چې کوم یو ته ورشو؟ هرڅه همداسې پیچلي پاتې دي."

د انځور حقوق EPA
Image caption ظاهر اغبر خپله کمېټه قانوني او سیاله کمېټه بې قانونه بولي.

د یوې کمېټې دوه مشران

د افغانستان اولمپیک په دوه ډلو ویشل شوی، دوه کسان یې په دوو بېلو ځایونو کې مشري کوي او فدراسیونونه یې هم ویشل شوي دي.

ظاهر اغبر درې کاله مخکې د اعتراض په ډول د اولمپیک له مشرۍ استعفا وکړه.

نوموړي د خپلې استعفا لامل د هېواد د ورزش په ليکو کې راټوکېدونکی ناسم رقابت او شخړې وبللې.

تر هغه وروسته فهیم هاشمي د ټاکنو له لارې د دې ادارې مشر وټاکل شو.

ښاغلی اغبر بیا د فهیم هاشمي پر وړاندې د همدې څوکۍ مشرۍ ته ودرېد.

* د فوټبال مینه وال پر سړکونو هم لوبه کوي

* په افغانستان کې د سپورتي خبريالانو فدراسيون جوړ شو

د اولمپیک د مشرۍ پر سر ناندرۍ په همدې ځای پیل څه چې پسې درنې شوې، تر ګیلو مانو وروسته فهیم هاشمي اړ شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

له هاشمي وروسته د اولمپیک کمیټې د سرپرستۍ لپاره محمود حنیف وټاکل شو.

ظاهر اغبر وايي، د خلکو په خوښه اولمپیک ته بیا راغلی او د محمود حنیف په مشرۍ اولمپیک خیالي بولي.

"زه بل اولمپیک په رسمیت نه پېژنم. زه د اولمپیک ټاکل شوی مشر یم، هم د فدراسیونونو ترمنځ مشروعیت لرم، هم په نړیواله کچه. دغه بل اولمپیک چې جوړ شوی، دا د افغانستان په خیر نه دی. زه حاضر یم چې دا اولمپیک داسې یو چا ته وسپارم چې په سم ډول یې چارې پرمخ یوسي، په هیڅ صورت دولت ته اجازه نه ورکوم چې د اولمپیک په چارو کې لاسوهنه وکړي، لکه څنګه چې یې کړې ده."

خو محمود حنیف بیا پر ظاهر اغبر تور پوري کوي چې په غیر قانوني ډول د اولمپیک چارې پرمخ بیايي.

د هغه په خبره، د عمومي مجموعې ټولو غړو ولسمشر غني ته اعتراض وکړ چې د ظاهر اغبر له خوا جوړه شوې جنرال اسمبلي تقلبي ده، غیر مسول کسان یې ټاکلي او پکار ده ولسمشر یې وڅېړي.

" د مختلفو ارګانونو لکه له اداري فساد سره د مبارزې ادارې، لویې څارنوالۍ، د چارو ادارې، د مالیې وزارت او د ولسمشر د لومړي معاونیت په ګډون - چې سپورټ د دوی اړوند دی- له پنځو میاشتو څېړنو وروسته ټولو پرېکړه وکړه چې تراوسه د ظاهر اغبر اسمبلۍ څومره کارونه کړي، غیر قانوني او حق یې نه دی."

Image caption ویل کېږي ولسمشرۍ ماڼۍ د محمود حنیف ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو ته بودیجه څوک ورکوي؟

د معلوماتو له مخې د محمود حنیف په مشرۍ د المپیک بودیجه دولت ورکوي او د ظاهر اغبر اولمپیک بیا د اسیايي اولمپیکونو له غړیتوبه خپله بودیجه پرې کوي.

ویل کیږي چې د محمود حنیف په مشرۍ اولمپیک ته ولسمشرۍ ماڼۍ ټټر وهي او د اغبر ملاتړ بیا د اجرایه ریاست لخوا کیږي.

د ورزش قانون نشتوالی

د بدني روزنې مشر همایون خیري د اولمپیک ملي کمیټې د ستونزې ترشا بنسټیز لامل د ورزش لپاره د قانون نشتوالی بولي.

دی وايي، تراوسه په ناقانونه فضا کې ورزش پرمختګ کړی و او هرچا خپلسری فعالیت کاوه.

" اوس هم په ولایتونو کې ځینې خیالي فدراسیونونه شته او همدا لامل شو چې موازي فدراسیونونه جوړ شي. تراوسه افغانستان د ورزش قانون نه درلود، خو اوس په دې برخه کې کار شوی او په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان سپورټ لپاره قانون تصویب شي."

خیري وايي، دوی ته نه ظاهر اغبر او نه هم محمود حنیف منل شوی، بلکې دوی ته منل شوی مشر فهیم هاشمي و، چې د رپوټونو له مخې یې څه موده وړاندې استعفا کړې. خو خیري وايي لا تراوسه یې د هاشمي استعفا نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی د المپیک د ستونزې حل یوازې له سره ټاکنې بولي.

* د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې کریکټ ور زیاتوي

* سوداګري او د کریکټ پرمختګ

د افغانستان ملي اولمپیک، هغه اداره ده چې د ځینو په وینا ډېر وخت د افغانانو د خوښیو پلمه کېږي.

د لوبغاړو په خبره، دې ادارې ته سیاسي رنګ ورکول پر دوی ناوړه اغیز کوي.

افغانستان په برازیل کې د 2016 کال اولمپیک سیالیو ته لار ونه کړه،

لوبغاړو دې سیالیو ته د نه بریالیتوب یو دلیل همدا یاد کړ چې د اولمپیک ملي اداره د دوی د پیاوړي کولو پرځای تر ډیره د خپلو جنجالونو په پراخولو لګیا وو.

د انځور حقوق AP
Image caption افغان لوبغاړي په ریو اولمپیک سیالیو کې په ګډون بریالي نه شول.