د افریقا غوره انځورونه: د ۲۰۱۶ کال د نومبر له ۴ تر ۱۰

د انځور حقوق AP
Image caption د زیمبابوې په پلازمېنه هرارا کې ماشومانو تېره یکشنبه د کریکټ کتلو په ځای نور غوره شیان درلودل.
د انځور حقوق AP
Image caption خو یو کریکټ پوه د زیمبابوې او سریلنکا ترمنځ لوبه ارزوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه ورځ د بورکینافاسو پلازمېنه کې خلک د باسیکل چلولو سیالۍ ګډونوال هڅوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د نایجریا په لاګوس ښار کې د ټولې افریقا موزیک جایزې پر مهال نڅاګر نڅا ته تیارېږي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د ګانا هېپ هوپ ډلې د غوره موسیقۍ ډلې او غوره موسیقۍ ویډو دوه مډالونه وګټل
د انځور حقوق AP
Image caption د مراکش په پلازمېڼه ربات کې لاریونوالو د افریقا د ځايي ټولنې بیرغ پورته کړی دی.
د انځور حقوق Reuters
Image caption په ورته مهال د حکومت ضد بله مظاهره هم د مراکش په بل ښار کې جوړه شوې، دواړو ډلو د یوه کب پلورونکي د وژنې په اعتراض کې لاریون کړی دی.
د انځور حقوق AFP
Image caption موټرسایکل سپاره د لیبیا په بن غازي کې خپل مهارت ښيي.
د انځور حقوق AFP
Image caption یو موټرسایکل سپاره د هغه جنرال انځور له ځان سره کړی دی چې د اسلامي ډولت ډلې په ضد جګړه کوی.
د انځور حقوق AFP
Image caption د کینیا په سیکري ښار کې خلک د امریکا د ټاکنو پایلې له راډیو اوري.
د انځور حقوق AP
Image caption د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د سپیو نندارتون کې سپیو ته جامې ور اغوستل شوې.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې یو هلک سمندر ته ګوري.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د ورځې په وروستیو کې د سمالیا کب نیونکو لوی کب وچې ته لېږدوي.

د بي بي سي په نور پاڼو کې