تانزانيا کې ۸۰ سلنه وګړي د زيږېدو نومليکنې پاڼې نه لري

تانزانيا کې ۸۰ سلنه وګړي د زيږېدو نومليکنې پاڼې نه لري

تانزانيا کې د حکومت د نومليکنې ادارې په وينا يې اتيا سلنه وګړي د زېږېدو نومليکنې پاڼې نه لري.

دا يوه داسې ستونزه ده چې د افريقا نیمه بيديايي هېوادونو کې په پراخه خپره ده.

د زېږېدو زړې لارې چارې پېچلې دي، او د هغو خلو لپاره چې کليوالو سيمو کې اوسېږي، د سړکونوخرابوالي له امله دغو دفترونو ته ورتګ خورا سخت دی.

خو اوس نوې ټکنولوژي ښايي يوه حل لاره برابره کړي وي.