رینس پریبس د ټرمپ د دفتر مشر شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی پریبس قانون لوستی او د ویسکانسن ایالت اوسېدونکی دی.

د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند د ملي کمېټې مشر رینس پریبس د خپل دفتر د مشر په توګه ټاکلی. امریکا کې د ولسمشر د دفتر څوکۍ سپینه ماڼۍ کې له جګپوړو مقامونو ګڼل کېږي.

۴۴ کلن رینس پریبس د ولسي جرګې له مشر پل رایان سره ښه او نژدې اړیکي لري. ښاغلي رایان له ټرمپ سره په ټاکنیزو شعارونو کې د ګڼو مسلو پرسر اختلاف درلود، خو د جمهوریپال ګوند د مشر په توګه یې د ګوند د نوماندۍ ملاتړ کاوه.

'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

پر همدې مهال، د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱۳/ لړم ۲۳) یې استیون بَنِن د خپل اصلي سلاکار په توګه وټاکه.

دواړو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دیموکراټې نوماند هیلیري کلنټن پروړاندې د ټرمپ په بریالیتوب کې رغنده رول لوبولی دی.

ښاغلی بنن څو میاشتې وړاندې د برایبارټ محافظه کارې رسنۍ له اجرائیوي مشرتوبه لاس په سر شو او د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر شو.

ښاغلي ټرمپ به د راتلونکې جنورۍ پر شلمه سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او د اوسني ولسمشر بارک اوباما ځای ناستی به شي.

نوموړی په تېرو څو ورځو کې د خپلې کابینې ټاکلو پر چارو بوخت دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ په رسېدو سره به، اوس د سپینې ماڼۍ، مشرانو او ولسي جرګې ډېر واک د جمهوریپالو په لاس کې وي.

نوموړي له سي بي اېس تلوېزیوني شبکې سره پخپله لومړنۍ ۶۰ دقیقه ییزه مرکه کې یوځل بیا له امریکا نه د ناقانونه کډوالو د شړلو په تړاو د خپل دریځ ملاتړ وکړ.

ده ټینګار وکړ چې د اته میلیونو ناقانونه کډوالو برخلیک به هغه مهال په ډاګه شي، چې د امریکا او مکسیکو پوله وتړله شي.

ښاغلي ټرمپ د لانجمنو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ویلي وو، چې امریکا به له مکسیکو سره پر پوله دېوال جوړ کړي.

د ټرمپ سلاکار: ایران سره اټومي تړون بیا ارزول کېږي

ښاغلی پریبس قانون لوستی او د ویسکانسن ایالت اوسېدونکی دی.

نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې د جمهوریپال ګوند ویاند او ددغه ګوند د مالي مرستو راغونډونې د برخې مشر پاتې شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption استیون بنن چې اوس د ډونلډ ترمپ مهم سلاکار دی، د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوې بریالۍ اقتصادي څېرې په توګه د ټرمپ په معرفي کولو کې ډېر رول ولوباوه.

استیون بنن چې اوس د ډونلډ ترمپ مهم سلاکار دی، د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوې بریالۍ اقتصادي څېرې په توګه د ټرمپ په معرفي کولو کې ډېر رول ولوباوه.

د برایبارټ خبري شبکه، چې ښاغلی بنن یې اجرائیوي مشر و، په امریکا کې تر ټولو ډېره محافظه کاره رسنۍ ده.

سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ په رسېدو سره به، اوس د سپینې ماڼۍ، مشرانو او ولسي جرګې ډېر واک د جمهوریپالو په لاس کې وي.

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

ورته مطالب