نیوزیلنډ کې دویمه لویه زلزله شوې

لومړۍ زلزله ۷٫۸ درجې وه، چې ځینې پلونه ورسره ویجاړ شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

لومړۍ زلزله ۷٫۸ درجې وه، چې ځینې پلونه ورسره ویجاړ شول

په نیوزیلنډ له لومړۍ ۸٫۷ درجې زلزلې څو ساعته وروسته یوه بله ۶٫۳ درجې زلزله شوې. د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره او مرکز یې د لومړۍ زلزلې ځای ښودل شوی دی.

دویمه زلزله د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱۳/ لړم ۲۳) د ماسپښین شاوخوا دوه بجې شوې ده. لومړۍ زلزله د شنبې په ورځ شوې وه.

دواړې زلزلې د نیوزیلنډ جنوبي ټاپو ته څېرمه کریایسټ چرچ ښار ته نژدې شوې دي.

په لومړۍ زلزله کې دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور یې تر روغتونه رسولي دي.

له لومړۍ زلزلې وروسته، د نیوزیلنډ شمال ختیځ ساحل کې د څونامي رامنځ ته کېدا لامل هم شوې.

سیمه ییزو چارواکو د کرایسټ چرچ ساحل کې د څونامي خبرداری ورکړی و، نن ایله ژوبلو شویو ته مرستندویان ورسېدل.

د نیوزیلنډ د زلزلې پېژندنې مرکز ویلي، شاید تر راتلونکو څو اونیو پورې نورې کوچنۍ زلزلې هم وشي.

کرایسټ چرچ د نیوزیلنډ درېیم لوی ښار دی چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پکې د زلزلو له کبله اغېزمن شوی او لږترلږه ۱۸۵ کسان پکې وژل شوي دي.

نیوزیلنډ له جغرافیوي پلوه د زلزلزو او اورشیندو چاودنو په سیمه کې پروت هېواد دی چې د ارام سمندر په څنډو کې پولې غځېدلې.

نیوزیلنډ کې هرکال نژدې ۱۵ زره زلزلې کېږي، خو یوازې ۱۵۰ یې د احساسېدو وړ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډېری وګړي ددوشنبې په ورځ ګهیځ وختي واټونو ته راووتل

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

لومړۍ زلزلې د استوګنځيو پر ویجاړۍ سربېره، پلونه هم ویجاړ کړل

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

د کریسټ چرچ ښار په خوړنځيو او پلورنځیو کې د خوراکي توکو د کمښت وېره ده