میانمار کې پوځ ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوځ وايي، وژل شوي روهینګا مسلمانان په چړو او لرګیو سمبال وو

د میانمار (برما) پوځ ویلي، د یکشنبې په ورځ د مسلمان مېشتي راخین ولایت په ځینو کلیو کې لږترلږه ۲۵ کسان په ډزو وژل شوي دي.

پوځ وايي، وژل شوي کسان په لرګیو او چړو سمبال وو.

د شنبې په ورځ پوځ د چورلکو په مټ په راخین ولایت کې د روهینګا پر ځینو کلیو برید وکړ چې د دوو پوځيانو په ګډون لږترلږه کسان پکې ووژل شول.

پوځ وايي، دا بریدونه په سیمه کې د وسله والو د "چاڼیزو" عملیاتو په موخه ترسره شول.

سمندر کې سلګونه روهینګا مسلمانان وژغورل شول

پر خواله رسنیو ځینې داسې انځورونه او وېډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې وژل شوې ښځې او ماشومان پکې ښکاري.

په وروستیو دوو ورځو کې سلګونه کلیوال له خپلو مېنو کوچېدو ته اړایستل شوي.

راخین ولایت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د حکومت د پوځ په کلابندۍ کې دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption له بودایانو سره په اړدوړ کې روهینګار مسلمانان ډېر اغېزمن شوي

هلته وروسته تر هغه اړدوړ پیل شو، چې په ځینو بریدونو کې ۹ پولیس د وسله والو له خوا ووژل شول.

راخین کې تر یو میلیون ډېر روهینګا مسلمانان اوسېږي. د میانمار حکومت وايي روهینګار د هېواد اصلي وګړي نه دي.

لسګونه زره وګړي په لنډمهالو کېږدیو کې اوسېږي، دوی وروسته تر هغه کوچېدو ته اړ شول چې په ۲۰۱۲ کال یې اکثریت بودایانو سره جګړه ونښته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

م. م: میانمار دې د 'مسلمانانو د ربړونې او وژلو' دوسیه وڅېړي

په میانمار کې ډېری په دې اند دي چې روهینګار له بنګله دېشه ورغلي ناقانونه کډوال دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، په میانمار کې د روهینګا پر خوځښتونو سخت محدودیتونه لګول شوي او دوی له لومړنیو بشري حقونو هم بې برخې وګړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بودایانو، چې د هېواد ډېری وګړي دي او لږکیو روهینګا مسلمانانو ترمنځ قومي او مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.
د انځور حقوق AFP
Image caption میانمار کې د روهینګا مسلمانانو ۱۳۰ کورونه سوځول شوي

ورته مطالب