۱۱ عربي هېوادونو ایران د 'ترهګرۍ' په ملاتړ تورن

Image caption دغو عربي هېوادونو ایران د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورن کړی

د منځني ختیځ او شمالي افریقا یوولسو هېوادونو ایران د "ترهګرۍ" په ملاتړ او د عربي هېوادونو کورنیو چارو کې په پرله پسې لاسوهنو تورن کړی دی.

دوی د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په یوه لیک کې دغو هېوادونو ویلي، د ایران کړه وړه په سیمه کې د بې ثباتۍ او اړدوړ رامنځ ته کولو ته لمن وهي.

دوی د ایران له لوري یمن کې د حوثي یاغیانو، د لبنان حزب الله، چې د سوریې کورنۍ جګړه کې ګډون لري - ملاتړ ته اشاره وکړه.

په دې لیک کې راغلي، ایران د حوثیانو مالي او پوځي ملاتړ کوي او ددې ډلې جنګیالي روزي، دوی ته وسلې او مهمات ورکوي.

خو ایران پر ریاض او ملاتړو یې تور پورې کوي چې ګني یمن کې "جنایت" کوي. د عربستان په مشرۍ ایتلاف په دې هېواد کې د واکمن حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پروړاندې پر هوايي بریدونو بوخت دی. د عربستان په هوايي بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي.

عربستان وايي، د یمن د قانوني دولت په غوښتنه یې یمن کې مداخله کړې ده.

عربستان پر ایران دا تور پورې کوي چې بحرین، عراق، عربستان، کویت او نورو هېوادونو کې د "ترهګرو ډلو او ترهګرو شبکو" ملاتړ کوي.

په دې لیک کې ایران پر یوه "سخت دریځي" هېواد تورن شوی چې په وینا یې "د سیمې امنیت او ثبات او د عربي نړۍ ټیکاو کمزوری کوي".

په لیک کې دا هم راغلي چې د ایران لپاره یوازې یوه لار پاتې ده، هغه دا چې "بهرنۍ تګلاره بدله او دښمنۍ پای ته ورسوي".

دا لیک د عربي متحده اماراتو په ابتکار چمتو شوی او د بحرین، مصر، اردن، کویت، مراکش، عمان، قطر، سعودي عربستان، سودان او یمن استازو لاسلیک کړی دی. کړ

ورته مطالب