ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر کې پوتین او ټرمپ د یو بل ستاینه کړې وه.

د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د امریکا د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټلېفوني اړیکې وروسته کریملین وویل، چې دواړه مشران "د مسکو- واشنګټن اړیکو د عادي کولو" هوډ لري.

کریملین ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه ټلېفوني اړیکه کې ښاغلي پوتین د امریکا ټاکلي ولسمشر ته د خپلو "ټاکنیزو پروګرامونو د پلي کولو" هیله وښوده.

د روسیې ولسمشر دا هم ویلي، چې د "برابرو اصولو" له مخې د امریکا له نوي دولت سره خبرو ته چمتو دی.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په هڅو کې ډونلډ ټرمپ په ځلونو د روسیې ولسمشر ستایلی او ژمنه یې کړې وه، چې په ټاکنو کې په بریالیتوب به له روسیې سره همکاري ډېره کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي و "هغه(پوتین) زموږ له ولسمشر(بارک اوباما) ډېر غوره دی. "

ښاغلي پوتین هم ډونلډ ټرمپ "یو ډېر مخکښ او وړ شخص" بللی و.

په دا مهال د امریکا تلونکی ولسشر بارک اوباما وايي، ښاغلی ټرمپ "ځواکمنې ناټو ته ژمن دی. "

* ایا ټرمپ فېسبوک بریالی کړ؟

* د ډونلډ ټرمپ بهرنۍ تګلارې

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

کریملین ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو په دغه ټلېفوني اړیکه کې پر سوریه خبرې وکړې او ویې منله چې د روسیې او امریکا اوسني اړیکي "ډېر ډاډمن نه دي. "

کریملین دا هم وايي، چې دواړو مشرانو په دې هم خبرې وکړې چې ۲۰۱۷ کال د امریکا او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو ۲۱۰ کلیزه ده او دا "د دوه اړخیزې ګټورې او رښتونې همکارۍ د بهیر پیلولو لپاره بسنه کوي".

ښاغلي پوتین او ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې د خپلمنځي لیدنې لپاره به اړیکې ساتي.

د دواړو هېوادونو اړیکي په وروستیو کې خراب شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستیو کلونو کې د بارک اوباما او ویلادیمیر پوتین ترمنځ اړیکي خراب شول.

که څه هم مسکو او واشنګټن د شمالي کوریا او ایران په تړاو ګډ کار وکړ، خو په سوریه کې یې سیاست په ټکر کې دی.

روسیه د بشار اسد د حکومت پایښت غواړي، خو امریکا د نوموړي د منځلارو مخالفانو ملاتړ کوي.

ښاغلی اوباما روسیه د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو په ملاتړ تورنوي. په مقابل کې روسیې هم اډوارډ سنوډن ته پنا ور کړې چې د امریکا ډېر پټ استخباراتي اسناد یې رسوا کړل.

د امریکا د ټاکنو پر مهال په مسکو کې د هېلیري کلنټن مینوال نه و. هغه د روسیې د ۲۰۱۱ کال پر پارلماني ټاکنو سختې نیوکې کولې او له امله یې پوتین نوموړې له هغو ټاکنو وروسته د دولت ضد مظاهرو په پارولو تورنه کړه.

ورته مطالب