ایوانکا ټرمپ، د امریکا اصلي لومړۍ مېرمن؟

ډونلډ او ایوانکا ټرمپ

د جنوري په میاشت کې کله چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ رسما پرخپلې دندې پیل وکړي، مېرمن ېې مېلانیا به د امریکا د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن شي. خو زیاتره څېړونکي په دې باور دي چې د ښاغلي ټرمپ لور، ایوانکا، به د ځینو سیاسي دندو مسولیت پرغاړه واخلي.

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې همدغه ۳۵ کلنه لورېې پرلپسې د ده ترڅنګ ولاړه وه، په غونډو کې یې ویناګانې کولې او په راز راز بڼویې د خپل پلار لپاره رایې راټولولې. ایوانکا د یوې بریالۍ اقتصادي فعالې په توګه او د درې اولادونو مور، وکولای شول تریوه حده د ښځو ملاتړ راجلب کړي چې زیاتره یې په لومړي سرکې د ښځو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ځینو خبرو او چلند له امله خوښې نه وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption مېلانیا( کیڼ ارخ کې) به د امریکا د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن وي خو آیا ناسکه لور به یې، ایوانکا(ښی اړخ کې) د واک اصلي درلودونکې وي؟

د پلار ترټولو ګرانه لور

د ښاغلي ټرمپ یو زوی کشر ډونلډ وايي ایوانکا پر پلار ډېره ګرانه ده او پلار ورته ''د بابا وړه لور'' خطاب کوي.

وانیټي فېر مجلې هغه د ښاغلي ټرمپ د ''نیابتي مېرمن'' په توګه توصیف کړې او لیکلي یې دي: ''داسې ښکاري چې د ښاغلي ټرمپ تبلیغاتي کمپاین د خپل پیغام د رسولو لپاره د خپلې مېرمن پرځاې له ایوانکا څخه کار اخلي.''

دا ایوانکا وه نه د ښاغلي ټرمپ مېرمن مېلانیا چې هغه یې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه معرفي کړ.

د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې

ایوانکا په ځیرکۍ سره د خپل پلار ساتنه کوي او د هغه کمزوري ټکي پټوي. ایوانکا د سنډې ټایمز اوه نیزې سره مرکې کې وویل پلارېې تل د فیمینیزم پلوي کړې او''هغه یو له هغو اصلي دلایلو څخه دی چې ما وکوی شول داسې یوه ښځه شم چې نن ېې تاسو وینئ.''

د انځور حقوق Getty Images

د اشتغال په برخه کې فعاله ښځه

ایوانکا د ټرمپ موسسو او هوټلونو د لړۍ د مدیریت په برخه کې خپلو ورونو اېرېک او کشر ډونلډ سره مرسته کوي. ایوانکا د خپل پلار په اقتصادي فعالیتونو کې ځینې واکونه لري چې د ښاغلي ټرمپ هېڅ یوې ښځې نه درلودل او نه یې لري. ویل کېږي هغه د ټرمپ په اقتصادي موسسو کې د سترو معاملو د یوې برخې مدیره ده.

ایوانکا په عین وخت کې د خپلو پوښاکونو مارک(برېنډ) هم لري چې'' کارکونکې ښځې'' یې تبلیغاتي شعار دی. هغه په خپلې وېبپاڼې کې وايي:'' غواړم ښځو ته الهام ورکړم او هغوی پیاوړې کړم چې خپل ژوند چې ورباندې ګران دی جوړ کړي، هغه ژوند چې یواځې د دوی دی او نه د نورو هیلې.''

د انځور حقوق AFP
Image caption ایوانکا او ناسکه خور ېې تیفاني (کیڼ اړخ کې) د ډونلډ ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې فعالې وې.

د ښځو حقونو لپاره هڅې

په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې پر جنسي تبعیض او ښځو سره ناوړې رویې باندې تورن شو، ایوانکا هڅه کوله چې د ښځو ملاتړ راجلب کړي. د جون په میاشت کې یې په خپلې یوې وینا کې وویل:'' امریکايي کورنۍ مرستې ته اړتیا لري. هغه سیاستونه چې د ماشومداره ښځو ښېرازۍ او ودې سره مرسته کوي باید نه یواځې د یو لږ شمېر خلکو بلکې د ټولو خلکو لپاره چمتوشي. سیاستوال د ښځو لپاره د مساوي معاش په هکله غږېږي خو پلارمې د خپل مدیریت په ټوله موده کې په خپلو ټولو شرکتونو کې عملي کړی دی.''

د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

د زېږون په وخت کې له کار څخه د ښځو رخصتي او د وړو ماشومانو د ساتنې په اړه د ایوانکا نظریاتو د پلار پرسیاستونو اغېز کړی. ډونلډ ټرمپ په آیووا ایالت کې په یوې ټاکنیزې غونډې کې وویل:'' ایوانکا تل پردې مسلې ټینګار کړی او پرله پسې یې ماته ویلي چې باید دا کار وکړو. هغه ډېره هوښیاره ده او خبره یې سمه ده.''

د انځور حقوق BBC Sport

په ټولنیزو شبکو کې فعاله

ایوانکا په ټولنیزو شبکو د پلار پرتله محتاط ده. د خپل انسټاګرام پر پاڼه چې تقریبا ۱.۵ میلیونه تعقیبوونکي لري، کورني عکسونه او یا الهام ورکوونکي ټکي خپروي. د ایوانکا په پرتله د ښاغلي ټرمپ مېرمن مېلانیا او د هېواد راتلونکې لومړۍ مېرمن یواځې ۱۲۵۰۰ تعقیبوونکي لري.

د انځور حقوق Getty Images

د مهمو ملګرتیاوو ساتنه

کېدی شي په اوسني وخت کې د هېلیري او بل کلنټن هغه عکسونه چې د ډونلډ ټرمپ او مېلانیا د واده په مراسموکې یې اخیستي وو لېرې شي، خو ایوانکا تراوسه پورې د کلنټن لور چلسي سره خپله ملګرتیا ساتلې ده. سره د دې چې د ټاکنیز کمپاین په وخت کې د ځینو خپرو شویو راپورونو له مخې هغوی خپلې اړیکي د لنډ مهال لپاره وځنډولې.

ایوانکا پیپل مجلې سره په مرکه کې وویل:'' زموږ اړیکي دوستانه دي خو په اوسني وخت کې زموږ دواړو د ژوند په فضا کې ډیر فشار موجود دی.''

د انځور حقوق AFP

راتلونکې سیاستواله؟

یوې امریکايۍ رسنۍ د آګست په میاشت کې له ډونلډ ټرمپ پوښتنه کړې وه چې که ولسمشر شي کومه ښځه به کابینې ته راولي؟

په ځواب کې هغه وویل:'' ډېرې ښځې شته چې له منځه ېې غوره کولی شم. خو ټولې به وايي چې ایوانکا غوره کړه.''

ایوانکا په سیاسي ډګرکې کومه تجربه نه لري خو پلارېې ډونلډ ټرمپ هم کومه سیاسي تجربه نه درلوده. نو کېدی شي چې ایوانکا د امریکا د متحدو ایالتونو د راتلونکي ولسمشر د نژدې کړۍ یو مهم کس شي.

د کوزموپولېټن مجلې د پوښتنې په ځواب کې چې پوښتلي يې وو، آیا یو وخت به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نومانده شي؟ ایوانکا وویل، داسې یو احتمال نه ردوي او زیاته ېې کړه: '' فکر نه کوم، خو په ژوند کې مې دا زده کړي چې هېڅکله به نه وایې چې ،هېڅکله نه، ځکه دا انسان محدودوي.''

ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

ټرمپ: نژدې درې میلیونه ناقانونه کډوال له امریکا شړم