د امریکا لومړۍ مېرمنې په تړاو توکمپالې لیکنې پر سر جنجال

د انځور حقوق WHITE HOUSE
Image caption مېشل اوباما او د امریکا راتلونکې لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ

فیسبوک کې د مېشل اوباما په اړه یوې توکمپالې لیکنې، لوی جنجال جوړ کړی او د لویدیځې ویرجینیا یوه ښارواله هم پکې ښکېله شوې ده.

د لویدیځې ویرجېنیا په کلې سیمه کې د یوې غیرانتفاعي موسسې یوې مدیرې پامیلا رمزي ټېلر په فیسبوک کې د امریکا لومړۍ مېرمنې ته په اشارې د "بیزو" کلمه کارولې ده.

هغي د امریکا راتلونکې لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په اړه خپل احساسات داسې لیکلي و: "د خوښۍ ځای دی چې په سپینه ماڼۍ کې به راتلونکې کې یوه ښایسته، مودبه او عزتمنه لومړۍ مېرمن ولرو. ددغې بیزو له لیدو چې د جګو پوندو بوټان په پښو کوي، ستړې شوې یم."

د کلې ښار ښاروالې بورلي والېنګ ددغه لیکنې لاندې داسې لیکلي دي: "ورځ دې راخوندوره کړه پم." پم د پامېلا مخفف دی.

مېرمن والېنګ کلې ښار کې د ۴۹۱ اوسېدونکي لرونکې سیمې ښارواله ده.

د ۲۰۱۰ کال د شمېرو له مخې، په دغه ښار کې هېڅ تورپوستی ژوند نه کوي.

په ټوله کې د کلې ښار کې ۹۰۰۰ کسان ژوند کوي چې ۹۸ سلنه یې سپین پوستي دي.

سره له دې چې دا سیمه کم نفوس لري او معمولا لویدیځه ویرجینیا یو غلی ایالت دی، خو فیسبوک کې دې لیکنې امریکا کې جنجال جوړ کړی دی.

تر ۱۶۰ زرو ډېرو کسانو یو لیک لاسلیک کړی او ددغو دوو کسانو له دندو لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، مېرمن ټېلر د دوشنبې په ورځ له خپلې دندې لرې شوه او د سه شنبې په ورځ هم د کلې ښاروالې استعفا ورکړې ده.

"توکمپاله نه یم"

مېرمن ټېلر د یوې غیرانتفاعي موسسې مدیره وه چې له عمرخوړلو او د کمو عاید لرونکو کسانو سره یې مرسته کوله. ددغې موسسې د بودیجې یوه برخه د فدرال له بودیجې او بله برخه یې له ایالتي بودیجې برابرېده.

مېرمن ټېلر یوې سیمه ییزې شبکې ته ویلي؛ ښایي د هغې لیکنه داسې وانګېرل شي چې هغه "توکمپاله" ده، خو اصلا یې دا هوډ نه درلود چې توکمپاله پیغام دې خپور کړي.

هغې ویلي؛ له لیکنې یې هدف پر "جذابیت" خبره وه، نه د "چا رنګ او پوستکي په اړه". مېرمن ټېلر همداراز ګواښ کړی چې له "تهمت کوونکو" به شکایت وکړي.

استعفا کړې ښاروالې هم سملاسي یو لیک لیکلی او د بخښنې غوښتلو ترڅنګ یې ویلي: "له لیکنې مې هدف دا و چې په سپینه ماڼۍ کې بدلون راشي." هغې هم ټینګار کړی چې "توکمپاله نه ده."

د ټولو خلکو ولسمشر

د لویدیځې ویرجینیا له ۶۸ سلنې ډېرو خلکو ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکړه.

ښاغلی ټرمپ په وار وار په توکمپالنې تورن شوی. لکه، څو کاله وړاندې ترې شکایت شوی و او هغه یې تورن کړی و چې په خپلو اپارتمانونو کې تورپوستو ته کور اجاره نه ورکوي.

د "لوی کو کلوکس" ډلې پخوانی مشر هم په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له ملاتړو و او د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د هغه یو سلاکار چې ډېر ژر به سپینې ماڼۍ کې وي هم د هغو کسانو له ډلې دی چې ډېر خلک یې "پر نورو توکمونو د سپین پوستو د لوړوالي" عقیدې لرونکی بولي.

سټېون بېنن چې وړاندې د یوه ښې اړخي وبسایټ مدیر و، په ولسمشریزو ټاکنو کې له ښاغلي ټرمپ سره له نژدې کار وکړ او اوس ټاکل شوې چې د ټرمپ په اداره کې یو مهم ستراتیژست شي.

خو ښاغلی ټرمپ او ډله یې دا تور ردوي او ټینګار کوي چې هغه غواړي د امریکا ټولو خلکو ولسمشر واوسي.

ورته وخت کې د "سوېل کې د بېوزلۍ حقوقي مرکز" ډلې په یوه راپور کې ویلي؛ د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د نومبر ۱۴ مې تر سهاره پورې یې د کرکې له امله د وېرونې او ځورونې ۴۳۷ پېښو رامنځته کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي.

دغې ډلې لیکلي؛ ددغو پېښو ډېره برخه د ډونلډ ټرمپ کمپاین او د هغه شعارونو ته په مستقیمې اشارې رامنځته شوي دي.