د سوریې حلب ښار کې د ماشومانو پر روغتون بمباري شوې

د ډاکټرانو خپلواکه ټولنه وايي روغتون سخت زیانمن شوی د انځور حقوق Independent Doctors Association
Image caption د ډاکټرانو خپلواکه ټولنه وايي روغتون سخت زیانمن شوی

رپوټونه وایي د سوریې حلب ښار کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې کې، یو روغتون، د وینې بانک او امبولانسونه د سوریې د حکومت هوايي بریدونو او توغندیو کې ویجاړ شوي.

د ماشومانو د "بیان روغتون " مشر وايي دی د روغتون د ځمکې لاندې پوړ کې پټ شوی ؤ.

حلب کې له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه

روسیې ویلي د اتو ساعتونو لپاره پر حلب بمباري دروي

سوریه کې پر بشري حقونو د څار بریتانیا مېشته اداره وايي لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي چې پنځه یې ماشومان دي.

هوايي بریدونه داسې مهال پیل شول چې د درې اونیو لپاره د سوریې متحد، روسیې مهلت ټاکلی ؤ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملکي خلکو د جګړې د کرارۍ پر مهال هڅه کوله ځانونه د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو څخه وباسي.

روسیې د جهادي اورپکو پر ضد د حلب ښار لوېدیځې خوا کې د عملیاتو د پیل اعلان هم کړی چې د لومړي ځل لپاره پکې له الوتکې وړونکو بېړیو کار واخیستل شو.

ویډیو د حلب جګړه

'د حلب ختیځ کې د روسیې بمبارۍ ۲۵ ولسي وګړي وژلي'

حلب ښار چې یو مهال د سوریې سوداګریز او صنعتي مرکز بلل کېده، له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا نژدې په دوو برخو وېشل شوی، پر لوېدیځ او ختیځ چې یاغیان او حکومت هر څوک پر یوې برخې واکمن دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګري ملتونه وايي حلب ښار کې د خوراکي توکو تر ټولو وروستۍ ذخیرې هم مصرف شوي.

تېر یوه کال کې سوري پوځ په دې بریالی شو چې د ایراني پوځیانو او روسي الوتکو په ملاتړ، د حلب ښار ځینې سیمې ولکه کړي.

اړونده مطالب