هېلیري کلنټن: تر ماتې وروسته مې له کوره وتلو ته زړه نه کېده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډیموکراتانو نوماندې خپلو خبرو کې یادونه وکړه؛ د امریکا ډېر خلک د ټاکنو پایلو ته فکر وړي دي.

هېلیري کلنټن ویلي؛ له ډونلډ ټرمپ نه تر ماتې خوړلو وروسته له ډېرې ناارامۍ یې غوښتل پرمځکې پلتۍ ووهي.

مېرمن کلنټن د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د ماشومانو یوې مرستندویه موسسې ته په یوه وینا کې همداراز ویلي؛ چې احساس یې کاوه نور نه غواړي له کوره بهر ووځي.

د ډیموکراتانو نوماندې خپلو خبرو کې یادونه وکړه؛ د امریکا ډېر خلک د ټاکنو پایلو ته فکر وړي دي.

هغې وویل: "زه اقرار کوم چې نن شپه دلته راتلل راته اسانه کار نه وو."

مېرمن کلنټن زیاته کړه: "د تېرې اونۍ په لړ کې مې څو ځلې غوښتل یو ښه کتاب راواخلم، پلتۍ ووهم او نور له کوره بهر لاړه نشم."

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې وویل؛ درک کوي چې ډېر خلک د ټرمپ پر بریالیتوب د ناهیلۍ احساس کوي، خو ټینګار یې وکړ چې ډیموکراتان باید تسلیم نشي.

کلنټن زیاته کړه: "امریکا ددې ارزښت لري. زموږ اولادونه ددې ارزښت لري. پر خپل هېواد باید باور ولرو. راځي د خپلو ارزښتونو لپاره مبارزه وکړو او هېڅکله تسلیم نه شوو."

مېرمن کلنټن په مجموعي ډول ټاکنې کې ډېرې رایې ترلاسه کړې وې، خو د ټاکنیزو رایو (الکټورل کالج) کې تر ډونلډ ټرمپ شاته پاتې شوه.

+ هېلیري کلنټن اف بي آی ټاکنو کې د خپلې ماتې لامل وباله

د هېلیري کلنټن تېروتنې څه وې؟

مېرمن کلنټن وړاندې د فدرال پولیسو پر مشر جیمز کومي نیوکې سره ویلي چې د اف بي آی لخوا د هغې د ایمیلونو قضیې بیا رابرسېره کېدو د ټرمپ پروړاندې ددې ماته کې یې اغېز درلود.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېلیري کلنټن: تر ماتې وروسته مې له کوره وتلو ته زړه نه کېده

د ټرمپ تر بریالیتوب وروسته د امریکا په څو ښارونو کې اعتراضي ناستې شوې دي.

د نیویارک ښاروال بېل دې بلاسیو د امریکا له منتخب ولسمشر خصوصي ناسته کې هغه ته خبرداری ورکړی چې د ښار خلک یې د هغه د راتلونکي دولت له سیاستونو اندېښمن دي.

د نیویارک ښاروال د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۶مه) په نیویارک کې په ټرمپ ټاور کې له ټرمپ سره خبرې وکړې.

بېل دې بلاسیو ویلي؛ د جرمي مخینه لرونکو نژدې درېیو میلیونو ناقانانونه کډوالو د ویستلو لپاره د ښاغلي ټرمپ پروګرام به په نیویارک کې چې هغه یې د "لوړې کچې کډوالو" ښار وباله، اغېزناک ثابت نشي.

ورته مطالب