د ترکیې یوه ډله پوځیان په جرمني کې پنا غواړي

د انځور حقوق EPA
Image caption په ترکيه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته په زرګونو خلک له دندو ګوښه شوي دي

رپوټونه وايي، د ترکیې یو شمېر پوځیانو چې د ناټو تړون اړوند د رامشتاین هوايي ډګر په پوځي اډه کې یې کار کاوه، په جرمني کې د سیاسي پنا غوښتنه کړې.

دې اډې ته نږدې په کایزرلوترن ښار کې یوه ځايي چارواکي جرمن خبري اژانس ته ویلي، د دې پوځیانو کورنیو هم په جرمني کې د کډوالۍ غوښتنه کړې ده.

دغه ځايي چارواکي ویلي، "له یوې ډېرو کورنیو" پنا غوښتې خو د پوځیانو او د هغوی د کورنیو د شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د ترکيې د کودتا مشري چا کوله؟

د عکسونه البوم: د ترکيې ناکامه کودتا

د ترکيې کودتا: د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د "ګولن ښوونځي" تړل شوي

تېر دوبی د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ضد له ناکامې کودتا وروسته د دغه هېواد حکومت د دولتي ادارو زرګونه کسان له کودتا سره د تړاو په تور له دندو ګوښه کړي او له دې ډلې یې څو زره بندیان کړي هم دي.

د ترکیې د پوځ او پولیسو یو شمېر غړي هم له پوځ وېستل شوي او یا بندیان شوي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ترکیې ولسمشر او نورو چارواکو او حکومت پلوه رسنیو دا کودتا د ګولن غورځنګ او د هغوی د مشر فتح الله ګولن کا ر وباله.

د روان کال د جولای پر ۱۵ د ترکیې د پوځ یوې ډلې د حکومت په ضد کودتا وکړه، خو د ولس او د حکومت پلوه پولیسو او پوځیانو د مقاومت له امله له ماتې سره مخ شول.

د نړۍ ډېرو هېوادونو دا کودتا وغندله.

په دې پېښه پسې د ترکیې ولسمشر او نورو چارواکو او حکومت پلوه رسنیو دا کودتا د ګولن غورځنګ او د هغوی د مشر فتح الله ګولن کا ر وباله.

د دغه تور له مخې د ترکیې حکومت په دولتي ادارو کې چاڼ پیل کړ او د فتح الله ګولن ځینې پلویان یې ونیول.

فتح الله ګولن - چې په امریکا کې استوګن دی- په کودتا کې لاس لرل ردوي.

د ترکیې د حکومت مخالفان او نیوکه کوونکي دولتي چارواکي تورنوي چې د ناکامې کودتا په پلمه له ادارو هغه کسان شړي او سزا ور کوي چې ولسمشر ته یې ژمنتیا له شک سره مخ ده.

Image caption د ترکیې د حکومت مخالفان او نیوکه کوونکي دولتي چارواکي تورنوي چې د ناکامې کودتا په پلمه له ادارو هغه کسان شړي او سزا ور کوي چې ولسمشر ته یې ژمنتیا له شک سره مخ ده.

له ناکامې کودتا وروسته کله کله له ترکیې د دولتي کارکوونکو او وګړو د تښتېدلو او په نورو هېوادونو کې د پنا اخیستلو خبرونه خپرېږي.

په اکتوبر میاشت کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل، ۳۵ "ترک وګړي چې سیاسي پاسپورټونه لري" له خپلو کورنیو سره یې په دغه هېواد کې د پنا غوښتنه کړې ده.

د ترکیې حکومت د هغو کسانو ستنېدل غوښتي چې "د کودتا عامل" یې بولي او په جرمني کې استوګن دي یا هم پنا غواړي.

ورته مطالب