د چاپېريال بدلون تړون

د چاپېريال بدلون تړون

د امريکا د بهرنيو چارو تلونکي وزير جان کېري مراکش کې د اقليم پر سر خبرو کې له هغو نړيوالو هلوځلو له احساساتو ډکه دفاع کړې، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې کېږي.

د امريکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنيزو هلوځلو پر مهال ژمنه کړې وه، چې هېواد به يې د اقليم په اړه د پاريس له تړونه وباسي، او کله چې د خپلې ولسمشرۍ دنده پيلوي د امريکا ډبرو سکرو صنعت به بيا ژوندی کوي.