۱۲ کلنه روسۍ نجلۍ د سېلفي اخیستو قرباني شوه

د انځور حقوق .
Image caption اوکسانا خپلې مور ته ویلي د چکر په نیت روانه وه، خو ترې وړاندې یې غوښتل سېلفي واخلي.

يوه روسۍ ۱۲ کلنه نجلۍ د سېلفي تصویر د اخيستو پرمهال له بالکون څخه لوېدلې او مړه شوې ده. د راپورونو له مخې اوکسانا په ۱۷م پوړ کې د خپل اپارتمان د بالکون په ژۍ ناسته او سېلفي تصویر يې اخيستی چې په دې وخت کې يې توازن له لاسه ورکړی او ځمکې ته غورځېدلې.

په وروستيو کلونو کې په خطرناکو ځايونو کې د سېلفي عکسونو اخيستل د ټولنيزو شبکو په لېونتوب بدل شوی چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په ټولنيزو شبکو شريکېږي.

تر شارک کبانو 'سیلفي' ډېر انسانان وژلي

ډېزني د سېلفي ډنډو پر کارولو بندیز ولګاوه

اوکسانا خپلې مور ته ویلي د چکر په نیت روانه وه، خو ترې وړاندې یې غوښتل سېلفي واخلي.

هغې خپل دا انځور خپلې ملګرې ته استولی، چې د پولیسو په وینا، تر عکس اخیستو وروسته یې د بدن انډول له لاسه ورکړی او لاندې ځمکې ته رالوېدلې ده.

د رپوټونو له مخې، د هغې ملګرې پوی شوې چې ګني هغه په یوه خطرناک ځای کې ده، همدا ده چې هغې ته یې د زنګ وهلو هڅه کړې ده.

د انځور حقوق Russian Ministry of International Affairs
Image caption تېر کال د سېلفي له کبله د مړینو تر شمېرو خپرېدا وروسته، روسي حکومت د پوهاوي داسې کمپاین پیل کړ، چې په خطرناکو ځایونو کې باید سېلفي عکس وانخیستل شي.

خو کله چې هغې ځواب نه دی ورکړی، ملګرې یې دا انځور د اوکسانا مور ته داسې مهال استولی، چې اوبه تر ورخ تېرې شوې دي.

د دغې ۱۲ کلنې نجلۍ مړی د پلي کسانو د تېرېدو په یوه لاره کې موندل شوی، خو اخیستل شوی سېلفي تر اوسه نه دی خپور شوی.

د سیلفي اخیستونکو د مړینې شمېر کال تر بله لوړېږي، خو څېړونکي وايي حل لار یې شته.

سیلفي اخیستو پرمهال یې ځان په تومانچه ویشتلی

'د سیلفي لېونتوب'؛ دوه کسان خیبر پښتونخوا کې سیند یوړل

په وروستیو کلونو کې د سېلفي اخیستو پرمهال ګڼې خطرناکې او ان مرګونې پېښې رامنځ ته شوې.

تېر کال د سېلفي له کبله د مړینو تر شمېرو خپرېدا وروسته، روسي حکومت د پوهاوي داسې کمپاین پیل کړ، چې په خطرناکو ځایونو کې باید سېلفي عکس وانخیستل شي.

په وروستۍ پېښه کې روسیه کې ۱۷ کلن ډرېوسیک وروسته تر هغه ومړ، چې د سېلفي اخیستو پرمهال له نهه پوړیزې ودانۍ راولوېد.

د اوکسانا تره پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: "هغه یوه صمیمي نجلۍ وه. هغه یوه نازدانه زده کوونکې وه، په ښوونځي کې یې هېڅ ستونزه نه لرله. هغه به د نڅا او انګلیسي ژبې د زده کولو کورس ته تلله. "

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

د امریکا په متحده ایالتونو کې څېړونکي د داسې یوه کاریال د پنځولو لټه کوي چې سیلفي اخیستونکو ته د خطر خبرداری ورکړي.

د څېړونکو موندنې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې ۱۵، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹ او د ۲۰۱۶ په لومړيو اتو میاشتو کې ۷۳ سیلفي اخیستونکي مړه شوي دي.

د انځور حقوق Instagram
Image caption ځینې کسان پر خواله رسنیو د انځورونو خپرولو لپاره په مرګونو ځایونو کې سېلفي انځورونه اخلي
د انځور حقوق .
Image caption په وروستیو کلونو کې د سېلفي اخیستو پرمهال ګڼې خطرناکې او ان مرګونې پېښې رامنځ ته شوې.

اړونده مطالب