کډوال او توندلاري

کډوال او توندلاري

په نړۍ کې د کډوالو یو تر ټولو لوی کمپ داداب په کینیا کې دی.

۳۰۰ زره خلک په کې اوسېږي. ډېری یې په سومالیا کې د جګړې او لوږې له امله ور تښتېدلي دي.

خو له ۲۵ کلونو وروسته د کینیا حکومت اوس غواړي دغه کمپ د دې میاشت تر پایه وتړي.

خو سومالیا اوس په دولت جوړونه کې له ستونزو سره مخامخ ده.

بل غاړه له اسلام پالې ډلې الشباب سره په جګړه بوخته ده.

نو ایا سومالیا د دومره لوی شمېر کډوالو ځای پر ځای کولو ته تیاره ده؟