د سوريې کړکېچ: د ياغيانو بريد کې د ښوونځي اووه ماشومان وژل شوي

د انځور حقوق SANA
Image caption د سنا خبري رسنۍ په وينا د فرقان سيمې پر ښوونځي بريد کې اووه تنه وژل شوي او لږ ترلږه ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي

د سوريې دولتي ر سنۍ وايي د حکومت تر ولکې لاندې د حلب په لوېديځه برخه کې د ياغيانو له خوا پر ښوونځي د توغندي برید له امله اووه ماشومان وژل شوي دي.

د سنا خبري رسنۍ په وينا د فرقان سيمې پر ښوونځي بريد کې لږ ترلږه ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي. دغه بريد په ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې له هوايي بريدونو څو ورځې وروسته کېږي.

حلب کې له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه

روسیې ویلي د اتو ساعتونو لپاره پر حلب بمباري دروي

پر حلب بمباري؛ پر سوریې او روسیې نوي بندیزونه ارزول کېږي

د يکشنبې په ورځ (۲۰ نومبر) د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټفن ډي ميسټورا حکومت ته وړانديز کړی و چې د ياغيايانو تر ولکې لاندې سيمو ته "خپلواکي" ورکړي. خو دغه غوښتنه حکومت رد کړې.

لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، له تېرې سې شنبې راپدېخوا د ياغيانو تر ولکې سيمو کې لږ ترلږه ۱۰۳ تنه وژل شوي. بله خوا د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې د ۹ ماشومانو په ګډون د ۱۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

يو شمېر راپورونه ښيي چې يوازې د شنبې په ورځ د حلب ښار په ختيځه برخه ۱۸۰ هوايي بريدونه شوي دي.

حلب ښار چې یو مهال د سوریې اقتصادي مرکز بلل کېده، ۲۰۱۲ کال کې د دواړو لوریو تر منځ وویشل شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له تېرې سې شنبې د حلب پر ختيځه برخه هوايي بريدونه کېږي

یوه میاشت مخکې، چې سوري ځواکونو د روسیې الوتکو په ملاتړ د حلب پر ختیځه برخه برید پیل کړ، تر اوسه هلته په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د سوريې پر حلب ښار د روسیې بمباريو له کبله لوېدیځ کې نیوکې ډېرې شوې دي. د امریکا متحده ایالتونه او یو شمېر مشهورو سیاسي شخصیتونو پرې د جنګي جرمونو تورونه هم پورې کړي دي.

څه موده وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري په حلب کې حالت "تر ټولو لوی انساني ناورین" بللی و. هغه ويلي وو، روسیه باید پر دې پوه شي چې "دا جګړه له یوې سیاسي حل لارې پرته نه ختمېږي."

ورته مطالب