اوباما د سوریې لنډمهالې سولې ته هیله مند نه دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر اوباما د جنورۍ پر شلمه ډونلډ ټرمپ ته واک سپاري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په سوریه کې ر وانه شخړه او له ولسمشر بشارالاسد د روسیې او ایران ملاتړ د وسله والو مخالفانو پروړاندې د سوریې د ولسمشر ملاتړ ډېر او مخالفان یې کمزوري کړي دي.

نوموړي ویلي "په سوریه کې لنډمهالې سولې ته هیله مند نه دی".

دی وايي "له هغه راهیسې چې روسیې او ایران د اسد ملاتړ کړی او هوايي وحشي بریدونه یې پیل کړي، په تېره بیا پر حلب یې اور بل کړی، چې په لړ کې یې ولسي وګړي او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي، هلته وضعیت لا ډېر پېچلی شوی دی".

"اوس په لنډمهال کې داسې هیله نه ښکاري چې ګني وضعیت دې ارام شي."

اوباما دا څرګندونې د پیرو پلازمېنه لیما کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

نوموړی هلته د اسیا د اقتصادي همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته تللی و.

دی وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې ویلي، چې سوریه ک ېد پراخې ویجاړۍ په اړه ډېر اندېښمن دی او هلته د اوربند تر ټولو ډېره اړتیا لیدل کېږي.

خو ولسمشر پ،تین ویلي، د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د جنورۍ پر شلمه به له اوباما واک واخلي، ټینګار کړی چې د اوکراین او سوریې د کړکېچ پرمهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلي شوي اړیکي بیا ورغوي.