سوري حکومت د م. م د اوربند وړاندیز رد کړی

د انځور حقوق SANA
Image caption د حکومتي (سانا) خبري اژانس دې انځور کې د ښوونځي د یوه ټولګي ویجاړي ښکاري

اوباما د سوریې لنډمهالې سولې ته هیله مند نه دی

په سوریه کې اوربند پیل شو

د سوريې حکومت اوربند لپاره د ملگرو ملتونو وروستى وړانديز رد کړى دى.

دا کار داسې مهال شوى، چې د سوريې د شمالي ښار حلب د کنټرول پرسر د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د ملگرو ملتونو له لوري د وړانديز شوي اوربند يو شرط دا و چې د حلب ختيځه برخه دې د حکومت مخالفو په ولکه کې پاتې شي، او وسلوال جهاديان له سيمې ووځي،چې لږ تر لږه په حلب کې د وژنو لړۍ ودرېږي.

سوریه: یاغیانو د حلب محاصرې ماتولو لپاره برید پیل کړی

ملګري ملتونه: سوریه کې دې پر ښوونځي برید وڅېړل شي

خو د سوريې حکومت دغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستېفن دېمستورا دا وړانديز رد کړ.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل دا به ترهگرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي.

"دا هېڅ د منلو نه ده چې خپل نژدې ٣٠٠زره وگړي د شپږ يا اووۀ زرو وسله والو په ولکه کې يرغمل پرېږدو. په نړې کې هېڅ داسې يو حکومت به نه وي چې دا ومني."

کلورین بیلري بم

په حلب کې جنگ جگړو دوام موندلى او د دغه ولايت له دواړو غاړو ختيځ او لوېديځه د تاوتريخوالي تازه رپوټونه رارسېدلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې حکومت دغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستېفن دېمستورا دا وړانديز رد کړ.
د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل دا به ترهگرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي

د حکومت مخالفو د ولکې له سيمې را رسېدلي رپوټونه د يوۀ کلورين لرونکي بيلري بم د غورځېدو له امله د يوې بشپړې کورنۍ د وژل کېدو خبر راکوي.

د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.

د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو

یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق ښار 'نیولی'

بل لوري ته د سوريې حکومتي رسنيو ويلي چې د حلب په لوېديځه غاړه کې پر يوۀ ښوونځي د ياغيانو له لوري توغول شويو توغنديو د لگېدو له امله لږ تر لږه اته ماشومان وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د حلب ښار لوېدیځ له تېرې سې شنبې راهیسې تر درنو بمباریو لاندې دی

اړونده مطالب

ورته مطالب