ښځې په کمپيوټري لوبو کې د جنسي تمایل له ګواښونو سره مخامخ دي

Image caption پر انټرنېټ ځورونه په لوبیزو ټولنو کې د څو کلونو لپاره خپرېده، چې ان د ښځو پر وړاندې د کرکې تر کمپاین پورې خبره ورسېده.

ډېرې کمې ښځې د مسلکي لوبو کولو نړۍ ته ننوځي، او ډېر کله له مخامخ ځورونې او د جنډر له اړخه له اذیت سره مخامخېږي. دوو لویو ښځینه لوبو کوونکو له بی بي سي سره په دې اړه خبرې کړې، چې څرنګه دوی له تبعیض سره مبارزه کوي او نورې ښځې هم دغه رول لوبو ته هڅوي.

د دوشنبې په ورځ، د کمپيوټري سپورټ د تولید جایزو د وېش لړۍ په لندن کې پیل شوه او په دې برخه کې مخکښو لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې، خو هېڅ کومه ښځینه لوبغاړې په کې نه وه نومول شوې.

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: دې لړۍ کې څه دي؟

"هر څوک سمېدای شي"- د جنسي تېري کوونکو درملنه

۱۰۰ ښځې: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یوې افغانې انځورګري

د سیالۍ لوبې، چې په الکټرونیک سپورت هم شهرت لري، په نه منل کېدونکې چټکتیا وده کوي. اټکل دی چې په ۲۰۱۶ کال، له کمپيوټري سپورټ د ترلاسه شویو عوایدو کچه په مسلکي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت ډیلویټ کې تر ۲۵ سلنې یا ۵۰۰ میلیون ډالر (چې ۴۰۶ میلیون پونډه کېږي) لوړه شي. په نړیواله کچه به یې مینه وال تر ۱۵۰ میلیونو پورې ورسېږي.

د دودیز سپورټ برعکس، په برېښنايي سپورټ کې فزیکي ګټې تر اوسه نه شته، چې تر اوسه تر ډېره دا لوبې د نارینه وو له خوا ترسره کېږي.

په وروستیو کې د پیو په نامه د مرکز یوې څېړنې وښوده، چې سړو او ښځو احتمالاً دوی په مساوي توګه وېډیو ګېم کوي، خو نارینه احتمالاً دوه برابره ډېر په دې لوبو کې ځانونه "لوبغاړي" ګڼي. له هغه راهیسې چې دغو لوبو د سیالۍ بڼه غوره کړې، د ښځو شمېر په پاموړ ډول په کې راټیټ شوی دی.

په نړۍ کې سټیف هاروي تر ټولو بریالۍ لوبغاړې ده. دا وايي، په برېښنايي لوبو کې د ښځو شمېر ۵ سلنه راټیټ شوی چې اصلي لامل یې له لوبغاړو سره د کلیشه يي انځور مل کېدل دي.

Image caption د انلاين لوبو پر مهال سټيف هاروي له ګڼو ګواښونو سره مخ وي

پر انټرنېټ ځورونه په لوبیزو ټولنو کې د څو کلونو لپاره خپرېده، چې ان د ښځو پر وړاندې د کرکې تر کمپاین پورې خبره ورسېده.

سټیف په تېر کې پر انټرنېټ ان د جنسي تېري ګواښونه هم ترلاسه کړي: "زما د ځورونې ګواښ کې زما پر بدن د دوی د خوښې کارونو ترسره کولو ګواښ هم راغلی، زه ولې ددې مستحقه نه یم چې هلته باید نه یم، ځکه چې زه له خپلو جنسي تمایلاتو ګټه اخلم - دا ټول هرڅه ګرافیک دي."

دا وايي له هغه کاره د زړه تورېدو احساس لري چې دا یې ټولنې ته د لوبې په بڼه وړاندې کوي او وايي ډېر کله داسې انګېري چې "زما ټولنه چې کرکه رانه کوي، زه ولې دا کار وکړم؟ ځکه چې زه د ښځو د حقونو مدافعه یم، ځکه چې زه باوري یم ښځې په لوبو کې یو ځای لري."

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: 'زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی'

۱۰۵ کلنې مېرمن په خپل کلي کې لومړنی تشناب جوړ کړ

جولیا کیرن د داسې یوې پټې ډلې مشره ده چې په اکتوبر کې په ګرده نړۍ کې د ښځو د فعالانو په سر کې راغله. دا فکر کوي چې دغه کار یې پر عمومي کړو وړو اغېز لري: "تل داسې احساس وي چې ښځینه ډلې ریښتینی اړخ نه دی. نارینه لوبغاړي موږ ته د لوبې د یوې داسې برخې په سترګه ګوري چې هېڅ باید حساب نه کړل شي."

د حل یوه لاره د ښځینه ډلو او یوازې د ښځینه ټورمنټونو جوړول دي.

Image caption ښځینه ټورنمنټونه له لانجو تش نه وي. د جولیا په ګډون ګڼ لوبغاړي په دې باور دي چې دوی د جنډر وېش لا پیاوړی کوي.

د سټیف لپاره، دا برېښنايي سپورټ ته د هغې لار وه: "زه... منم چې دا مرسته کوي، ځکه ما ښځې ولیدې چې مبارزه یې کوله او فکر مې کاوه چې دغه نړیوال جام به ګټم. دا تر هغه څو برابره پیاوړی دی چې تاسو ته یې د یوه اړوند کس له خوا الهام درکړل شي."

خو ښځینه ټورنمنټونه له لانجو تش نه وي. د جولیا په ګډون ګڼ لوبغاړي په دې باور دي چې دوی د جنډر وېش لا پیاوړی کوي.

دا وايي: "زه به خوشاله شم که داسې یو څه ووینم چې نارینه او ښځې په ګډه کار وکړي."

ښځینه اتلولۍ د نارینه او ښځینه لوبغاړو د عوایدو ترمنځ د ډېر توپیر لامل ګرځېدلي دي.

په برېښنايي لوبو کې د مخکښو لوبغاړو د عوایدو کچه تر ۲۵۰۰۰۰۰ ډالرو لوړه ده، حال دا چې د ښځینه لوبغاړو عواید تر ۲۰۰۰۰۰ ډالرو کم دي. په پای کې، د ښځینه ډلو له خوا لږ پیسې ګټل کېږي، چې د ډېرو کمو مالي ملاتړو لامل یې ګرځېدلی، او پوښښ یې کم شوی.

Image caption ښځینه اتلولۍ د نارینه او ښځینه لوبغاړو د عوایدو ترمنځ د ډېر توپیر لامل ګرځېدلي دي.

سټیف هیله لري چې لویې کمپنۍ د ښځینه اتلولیو او ښځینه لوبغاړو ملاتړ وکړي، "ځکه چې په پای کې تاسو پیسو ته اړتیا لرئ چې سیالي ورباندې وکړئ، خو په وروستي پړاو کې هدف دا دی چې دغه ښځینه اتلولۍ هېڅ وجود نه لري، ځکه چې هېڅ اړتیا ورته نه شته".

د لوبې مساوي ډګر

کش، د لوبو یو ځای چې د امازون ملکیت دی، اوس په سایټ کې د ځورونې په له منځه وړلو کار کوي، او سټیف خپل حل جوړ کړی. میس کلیکس داسې یو بنسټ او جریان دی چې د لوبو په نړۍ کې د ښځینه نمونو د ودې په تقویه کولو کې کار کوي.

سټیف وايي، هیله یې دا ده چې نورې ښځینه پرمختللې لوبغاړې وویني، چې دا کار به د ښځو پر ژوند مثبت اغېز وکړي او ښځو ته به د لوبو کولو الهام ورکړي: "موږ لوبغاړي وینو چې لا ډېر تنوع راولي او که زه د یوه لوبغاړي لپاره الهام وګرځېدی شم، نو دا کار په کولو ارزي" .

اړونده مطالب

ورته مطالب