ډونلډ ټرمپ: ټي پي پي سوداګریز تړون پرېږدو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په امریکا کې د ټي ټي پي تړون ضد مظاهرې.

د امریکا ټاکلی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کار په لومړۍ ورځ به خپل هېواد له ټرانس ـ پیسفیک(ټي پي پي) سوداګریز تړون وباسي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو لومړنیو پروګرامونو په روښانولو کې دا خبره کړې ده.

ډونلډ ټرمپ به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي او کار به پیل کړي.

دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې هغو دوولسو هېوادونو لاسلیک کړی، چې د نړۍ ۴۰ سلنه اقتصاد جوړوي.

امریکا، جاپان، مالیزیا، ویتنام، سینګاپور، بروني، اسټرالیا، نوی زیلېنډ، کاناډ، مکسیکو، چیلي او پیرو یې غړي دي.

* ټرمپ او مسلمانان

* ایوانکا ټرمپ، د امریکا اصلي لومړۍ مېرمن؟

* د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د دوشنبې په ورځ وویل، چې له امریکا پرته به دا سوداګریز تړون بې ګټې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تړون مخالفان ټي ټي پي د سترو شرکتونو په ګټه بولي.

د ټي پي پي د غړو هېوادونو مشرانو د اونۍ په وروستیو ورځو کې په پېرو کې ناسته درلوده او ویې ویل، چې د ښاغلي ټرمپ له مخالفت سره سره به ازاد سوداګریز تړونونه تعقیب کړي.

ښاغلي ټرمپ د ډبرو سکرو تولیدي صنعت کې د هغو محدودیتونو د کمولو ژمنه هم کړې، چې د هغه په وینا "کاري چانسونه له منځه وړي"

خو نوموړي د ټاکنیزو منډو ترړو د شعارونو اپوټه د روغتیايي بېمې قانون(اوباماکر) د لغوه کولو او یا هم د امریکا جنوب ته له مکسیکو سره په پوله د دېوال جوړولو خبره ونه کړه.

ښاغلی ټرمپ دوه اونۍ وړاندې په ټاکنو کې بریالی شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ دوه اونۍ مخکې په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو.

ټي پي پي

ټي پي پي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو یوه جنجالي موضوع وه. د ډیموکرات ګوند چپی نوماند برني سنډرز هم د دې تړون مخالف و چې په لومړي پړاو کې یې له هېلیري کلنټن سره سیالي کوله.

خو دا تړون د بارک اوباما یوه سو داګریزه لاسته راوړنه بلل کېږي.

په دې تړون هوکړه شوې، خو تراوسه رسماً تصویب او اجرا شوی نه دی.

مخالفان یې دا تړون د امریکا اقتصاد ته زیانمنوونکی بولي. دوی وايي، ستر شرکونه یې سرچینه دي او اړوند خبرې یې هم تر ډېره پټې وې.

* ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

* د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي

* د ټرمپ سلاکار: ایران سره اټومي تړون بیا ارزول کېږي

ټي ټي پي هڅه کوي چې د تعرفو په کمولو او سوداګرۍ په زیاتولو سره د ۱۲ هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکي پیاوړي کړي.

د ټي ټي پي غړي هېوادونه هیله من دي چې د دې تړون په پایله کې به په سیاست او اقتصادي اصولو کې ډېرې همکارۍ ته لار جوړه شي.

دا تړون د اروپايي ټولنې په څېر یو موټی بازار هم رامنځ ته کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غړو هېوادونو وزیرانو په ۲۰۱۵ کال کې دا تړون لاسلیک کړ.

ډېر توکي او خدمتونه په دې تړون کې راځي، خو ټولې تعرفې لکه پر وارداتو مالیې به لرې نه شي، مګر بیا هم د دې تړون له مخې په ټول کې ۱۸ زره تعرفې بدلېږي.

د بېلګې په ډول غړو هېوادونو ویلي، چې د کرنې او صنعتي توکو په تړاو تعرفې او محدودوونکی سیاست به لرې یا هم کم کړي.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

د ډونلډ ټرمپ شپږ کارونه

ډونلډ ټرمپ په ویډیو پیغام کې دا هم وویل، چې د کار په لومړۍ ورځ به شپږ کارونه وکړي.

  • د ټي ټي پي د پرېښودلو فرمان ور کول.
  • په امریکا کې د انرژۍ پر تولید د بندیزونو ختمول.
  • د سایبر بریدونو د درولو لپاره د پلان جوړول.
  • د کاروبار لپاره اوسني اصول او مقررات کمول.
  • پر هغو خلکو پنځه کاله بندیزونه لګول چې د لابیتوب لپاره حکومت پرېږدي.
  • د ویزې د چارې ارځول، چې معلوم شي، له امله یې امریکايي وګړو کاروبار ترلاسه کولو کې ستونزې نه پېښږې.

ورته مطالب