د جاپان سمندرغاړه ۷٫۳ درجه زلزلې لړزولې او د څونامي وېره شته

د انځور حقوق Reuters
Image caption له خطرناکو سیمو د خلکو د وتلو له اخطار سره د موټرو ګڼه ګوڼه هم ډېره شوې ده

د جاپان ساحلي سیمې د ریختر په کچه ۷٫۳ درجې زلزلې لړزولې دي. د جاپان د هوايي پېژندنې ادارې ویلي، له زلزلې وروسته د ''څونامي'' راتلو وېره هم شته.

له زلزلې څه کم یو ساعت وروسته، د اونوهاما بندر ته، چې د فوکوشیما یوه برخه هم ده، د اوبو ۶۰ سانتي متره لوړه څپه ورسېده.

د جاپان د هواي پېژندنې ادارې ویلي، اټکل دی چې د اوبو دغه څپه تر درو مترو پورې ورسېږي.

جاپان: په زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېرکسان وژل شوي او ورک دي

جاپان: د فوکوشیما په اټومۍ بټۍ کې درېیمه چاودنه شوې

دا زلزله پر ځايي وخت ګهیځ شاوخوا شپږ بجې شوې او مرکز یې د فوکوشیما ساحل ته څېرمه له ځمکې ۱۰ کیلومتره ژور ښودل شوی.

ویل کېږي، چې د څونامي څپې شاید د جاپان شمال کې د فوکوشیما اتومي بټۍ ته څېرمه رامنځ ته شي.

''نیسان'' شرکت ویلي، د فوکوشیما کې یې د خپلې یوې کارخونې کارونه درولي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ۲۰۱۱ کال له ناورین راتلو وروسته، د فوکوشیما ټولې اتومي بټۍ له کاره لوېدلې وې، چې تر اوسه یې پر بېرته رغولو او د سړونې د سیستم پر بېرته فعالولو کار روان دی.

د جاپان خبري رسنیو ساحل ته څېرمه خلکو ته ویلي، چې د خطر له سیمو ځانونه لیرې وساتي، خو اونوهاما او ایواکي ښارونو کې بیا د څونامي خبرداری ورکړل شوی.

ځینې رپوټونه وايي، ایواکي ښار اور هم لګېدلی، خو د مرګ ژوبلې یا زیان اړولو په اړه یې تر اوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د جاپان برېښنا یا (تیبکو) شرکت د فوکوشیما اتومي بټۍ په څارنې بوخت دی، چې ایا زلزله کې خو به کوم زیان نه وي ورته اوښتی.

د جاپان سویل لويديځې برخې ۷ درجې زلزلې ولړزولې

یوه حکومتي چارواکي ویلي، په درو اتومي بټیو کې د سړولو سیستم کار پرېښی، خو داسې نښې نه شته چې ګني کوم زیان دې ورته اوښتی وي او یا دې له کاره لوېدلي وي.

د بټۍ مشر ویلي، د سړونې سیستم په طبیعي ډول بېرته سم شوی او هلته د تودوخې کچه لوړه شوې ه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جاپان برېښنا یا (تیبکو) شرکت د فوکوشیما اتومي بټۍ په څارنې بوخت دی، چې ایا زلزله کې خو به کوم زیان نه وي ورته اوښتی.

د ۲۰۱۱ کال له ناورین راتلو وروسته، د فوکوشیما ټولې اتومي بټۍ له کاره لوېدلې وې، چې تر اوسه یې پر بېرته رغولو او د سړونې د سیستم پر بېرته فعالولو کار روان دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب