سوېلي افریقا کې سپرې شیندونکی د 'عذاب کاهن' وغندل شو

د انځور حقوق MOUNTZION GENERAL ASSEMBLY
Image caption کاهن وايي د درملنې په موخه د خلکو پر مخونو سپرې شیندي

په سوېلي افريقا کې په هغه مذهبي مشر نيوکې ډېرې شوې چې په خپلو پیروانو د خزنده وو (حشرو) سپرې ورشيندي او ادعا کوي چې له دې سره خلک رغېږي.

په داسې حال کې چې د دغې سپرې تولېدوونکې کمپنۍ د خپل دغه توليد د کارولو د خطر خبرداری ورکړی او حکومت هم يوه کميسيون ته دنده سپارلې چې د زيانمنو شوو کسانو شکايتونه دې ثبت کړي.

لېتېبو رابلاګو د 'پيغمبرۍ' ادعا هم کړې او 'د عذاب پیغمبر' بللی شوی.

د فرانسوي پادري وژونکي دویم کس هویت څرګند شو

'اسلامي دولت' نومي ډلې د فرانسوي پادري وژلو ادعا کړې

هغه د خپلو کړنو دفاع کوي او وايي چې هغه د خلکو د رغولو لپاره داسې چمونه کوي چې څوک نه پرې پوهېږي.

دغه کاهن پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: ''د مرګ دوا پاشي یا د مصیبت دوا پاشي'' خلک ښه کولای شي.

د سپرې جوړوونکي شرکت ویلي، حکومت جوړ کړي کمیسیون ته دنده سپارلې چې د کاهن پرضد د هغو کسانو شکایتونه ثبت کړي چې سپرې پرې شیندل شوې ده.

یاد کاهن بي بي سي ته له خپل ځانه په دفاع کې ویلي، دی یوازې د ناروغانو د درملنې لپاره له نادودیزو لارو ګټه اخلي.

سوېلي افریقا کې د ځینو کلیساوو زیارت کوونکو ته نادودیز څیزونه ورښودل کېږي او ګمان یې دا وي چې ګني شفاء بښونکي دي.

دغه لانجمن کاهن پر خپل فیسبوک ځینې انځورونه خپاره کړي چې کلیسا کې د ځینو عبادت کوونکو پر مخونو، په تېره بیا سترګو او د بدن پر نورو غړو خزنده وژونکې سپرې ورشیندي.

ده بي بي سي ته وویل، د یوې ښځې پر مخ یې ځکه دغه سپرې وروشیندله، چې ګني د هغې په سترګو کې التهاب وو.

د انځور حقوق MZGA/FACEBOOK
Image caption دغه لانجمن کاهن پر خپل فیسبوک ځینې انځورونه خپاره کړي چې کلیسا کې د ځینو عبادت کوونکو پر مخونو، په تېره بیا سترګو او د بدن پر نورو غړو خزنده وژونکې سپرې ورشیندي.

دی اعدا کوي چې دا ښځه ''اوس ښه ده، ځکه چې د رب پر قدرت ایمان لري.''

یاد کاهن دا ادعا هم کوي چې د سپرې شیندل د سرطان ناروغي له منځه وړي او د وجود مقاومت ډېروي.

لېتېبو رابلاګو له (اېن سي اې) وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي ''حقیقت دا دی چې د مرګ یا مصیبت سپرې په ښه توګه خلک ښه کولای شي.''

جګپوړی کاتولیک

کاتولیک کلیسا پر سلګونو ماشومانو جنسي تېری ومانه

سپرې جوړوونکي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''موږ ښه روښانه کړې چې د خلکو پر مخونو د سپرې شیندل خوندي کار نه دی، دا کار د اندېښنې وړ دی. دا سپرې د حشرو د وژلو لپاره جوړه شوې او په ښکاره پرې لیکل شوي چې د نورو موخو لپاره باید ونه کاروله شي.''

په یوه بله جلا پېښه کې، یوه کاهن د کلیسا زیارت کوونکي د درملنې په موخه د مارانو او وښو په خوړلو او د سونتوکو په څښلو قانع کړي.

د انځور حقوق RYAN CUMMINGS/TWITTER
Image caption سوېلي افریقا کې د کاهن دا کار ډېر غندل شوی

اړونده مطالب