ډونلډ ټرمپ له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې څه وویل؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ دا هم ویلي، چې ګام په ګام به کاروبار خپلو اولادونو ته پرېږدي.

د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز له مشرانو او خبریالانو سره د دغه هېواد د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناسته د سه شنبې په سهار د نوموړي د یوه ټویټ له لارې د غونډې د شرایطو د بدلېدلو په پلمه وځنډول شوه خو څو ساعته وروسته یې خپله پرېکړه بېرته بدله کړه او بیا یې هم د ټویټر له لارې اعلان وکړ چې غرمه مهال به د نیویارک ټایمز ودانۍ ته ځي.

ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته تر دا مهاله له امریکایي رسنیو سره خبري ناسته نه لرله، نو ځکه رسنیو او په میلیونونو وګړو تلوسه درلوده چې نوموړی به د بندو دروازو تر شا او له هغه وروسته د پوښتنو د ځوابولو په وخت څه ووايي.

د دوی دغه تنده تر ډېره بریده د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریالانو د نېغ په نیغه ټویټونو د خپرېدو له لارې ماته شوه.

* اوباما ناټو او اروپايي ټولنه د ټرمپ له همکارۍ ډاډمنول غواړي

* ډونلډ ټرمپ: ټي پي پي سوداګریز تړون پرېږدو

* رینس پریبس د ټرمپ د دفتر مشر شو

د دغو ټویټونو تر مخې دغه کتنه د نیویارک ټایمز د ودانۍ په شپاړسم پوړ کې ترسره شوه، چې شاوخوا اویا دقیقې وخت یې ونیو او د ناستو خلکو په وینا یې رسمي بڼه درلوده چې وخت پر وخت پکې ښاغلي ټرمپ په رسنیو د ده د کمپاین او د هغه د پایلو د "ناسم" پوښښ له امله نیوکې کولې.

په دغه کتنه او سوال ځواب کې ښاغلي ټرمپ ومنله چې د اغلې کلنټن د احتمالي محاکمې په اړه يې په دریځ کې بدلون راغلی دی او دا چې دی نه غواړي د کلنټن کورنۍ ته زیان ورسوي خو په همدې مهال یې دا شونتیا په غوڅ ډول رد نه کړه چې هېلیري کلنټن به محکمې ته نه راکاږي.

ښاغلي ټرمپ د پوښتنو په ځوابولو کې دا هم وویل چې د دفاع د وزارت د دندې لپاره یې په جدي ډول د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جېمز ماټیس په نظر کې نیولی، خو زیاته یې کړه چې د اوبو په مټ بندیانو ته د مصنوعي ډوبېدلو د احساس د ورکولو د عمل یا Waterboarding سره د ښاغلي ماټیس مخالفت حیران کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ټاکلی ولسمشر د نیویارک ټایمز په دفتر کې.

ښاغلي ټرمپ د کمپاین په مهال ویلي وو چې د پوښتنو ګرویږنو دغه چاره به بیا پوځ ته راګرځوي خو له دغو څرګندونو برېښي چې ښایي ده په دې هکله هم په خپل دریځ کې بدلون راوستی وي.

د اقلیم د بدلون له تړونونو د امریکا د ویستلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ټرمپ وویل، دغه موضوع له نږدې څاري او دا چې په دې هکله یې ټول غوراوي پرانیستي پرې ایښي.

نوموړي د ټاکنیز کمپاین د مهال په خلاف ومنله چې د اقلیم د بدلون او د انسانانو د فعالیتونو ترمنځ (یو څه) اړیکه شته.

ښاغلي ټرمپ د کمپاین په مهال د اقلیم بدلون یوه (دوکه ) بلله.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* ټرمپ د یو "ټګ ولسمشر" په څېر ښکاري

* د ډونالډ ټرمپ مجسمه، که د لارویانو "ساتېری"

له ښاغلي ټرمپ د ده د اوسنیو شرکتونو او کاروبار او د ولسمشرۍ په مهال د ګټو د احتمالي ټکر په اړه ډېرې پوښتنې وشوې، خو ده که له یوې خوا ټینګا رکاوه، چې خپل کاروبار په تدریج سره خپلو اولادونو ته پرېږدي، نو دا یې هم ویل، چې فکر نه کوي کاروبار به یې د ولسمشرۍ له چارو سره په کوم ټکر کې واقع شي هغه دا هم ویل، چې په قانون کې د ولسمشر لپاره د ګټو د ټکر موضوع نشته.

په دغه کتنه کې ښاغلي ټرمپ اوسنی ولسمشر اوباما هم وستایه او له هغه سره یې خپله لومړنۍ یو نیم ساعته کتنه ډېره ښه وبلله. ده ډاډ څرګند کړ چې ښاغلی اوباما به د واک د لېږد په هکله د هېواد په ګټه سم کارونه وکړي.

خو د خپلو پخوانیو ډیموکراټو سیالانو د ستایلو برخلاف ښاغلي ټرمپ د جمهوري پال ګوند هغه مشران وستایل چې د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال یې له ده څخه واټن اخیستی و چې په دغو کسانو کې پخواني سناتوران کیلي ایاټ او جو هیک شامل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ پر رسنیو نیوکه وکړه، چې ګواکې د ده ټاکنیزو هڅو ته یې ناسم پوښښ ور کاوه.