۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: 'زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی'

د انځور حقوق MAO KOBAYASHI
Image caption . ما به هڅه کوله چې روغتون کې د درملنې لپاره د وخت له اخیستو ډډه وکړم او له خلکو سره مې اړیکي غوڅ کړل چې زما په ناروغۍ خبر نه شي.

په جاپان کې خلک ډېر لږ د سرطان ناروغۍ په اړه غږېږي. تاسو معمولاً یوازې د یوه داسې چا په اړه اورئ چې له دې ناروغۍ سره یې مبارزه کړې ده، یا یې پر ناروغۍ غلبه موندلې او یا یې د مرګ لامل شوی، خو ۳۴ کلنې خبر ویونکې ماو کوبایاشي هوډ وکړ چې دغه قالب په یوه بلاګ مات کړي - چې اوس په هېواد کې تر ټولو ډېر مشهور شوی - او خپله ناروغي بدله او د ژوند په اړه یې لیدلوری بدل شي.

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: دې لړۍ کې څه دي؟

"هر څوک سمېدای شي"- د جنسي تېري کوونکو درملنه

دوه کاله وړاندې، کله چې زه ۳۲ کلنه وم، د تیو (سینې) د سرطان تشخیص مې وشو. زما لور درې کلنه وه، زما زوی یوازې یوکلن و. فکر مې وکړ چې: "زه به ښه شم، ځکه چې زه بېرته د سرطان په ناروغۍ له اخته کېډا وړاندې خپل پخواني حالت ته او له سرطان نه له ښه کېدو او رغېدو وروسته ستنېدلی شم. " خو دا کار اسانه نه دی، لا مې هم په وجود کې سرطان شته.

زما دنده په تلوېزیون کې پر راڅرګندېدو پورې تړلې وه او وېره مې دا وه چې ناروغي به راسره مله وي یا به خلکو ته خپله ناروغي په ډاګه کوم. ما به هڅه کوله چې روغتون کې د درملنې لپاره د وخت له اخیستو ډډه وکړم او له خلکو سره مې اړیکي غوڅ کړل چې زما په ناروغۍ خبر نه شي.

خو کله به مې چې غوښتل بېرته خپل پخواني حالت ته ستنه شم، په حقیقت کې به بېرته د تیارې خوا ته ورتلم، او له هغه چا ډېره لیرې وم چې غوښتل مې هماغسې کس شم. وروسته تر هغه چې دې حالت کې مې ۲۰ میاشتې ژوند وکړ، زما تسکین راکوونکې معالجې ډاکټرې به ځینې وخت راته ویل چې خپل نظر بدل کړه:

"د سرطان تر شا مه پټېږه"، زه پوه شوم چې څه شوي دي. ما به د همدا پلمه ګڼله چې ګني نوره به ژوندۍ نه یم.

یوه نه ویل کېدونکې بیماري

د انځور حقوق MAO KOBAYASHI
Image caption زما دنده په تلوېزیون کې پر راڅرګندېدو پورې تړلې وه او وېره مې دا وه چې ناروغي به راسره مل وي یا به خلکو ته خپله ناروغي په ډاګه کوم.

د بي بي سي مارکیو اوی لیکي: کوبایاشي (چې پاسنی انځور یې د ویاندۍ د ورځو دی) په جاپان کې هغه یوازېنی انسان نه دی چې د سرطان ناروغۍ پټول غواړي. دا هغه هېواد دی چې خلک تر ډېره له نورو کسانو سره د خپلو شخصي مسلو شریکولو په اړه زړه نازړه وي، دا خو پرېږده چې د یوې خطرناکې ناروغۍ په اړه دې خبرې ورسره وکړي.

کله چې ولسي ورځپاڼې د هغې د ناروغۍ په اړه خبر ورکړ، ګڼ پر دې اند وو چې ګني د هغې په شخصي حریم کې مداخله شوې چې دا کار د غوسې لامل وګرځېد. د هغې مېړه د کابوکي ستوری ایبیزو ایچیکاوا خبري ناسته جوړه کړه او له رسنیو یې وغوښتل چې دوی خپل ژوند کولو ته پرېږدي.

درې میاشتې وروسته د کوبایاشي په پرېګړه کې بدلون راغی او پر بلاګ لیکلو یې ان د خپلې کورنۍ د ځینو غړو په ګډون ګڼ خلک هک پک کړل. خو د ځینو داسې څیزونو په اړه د هغې منظمې لیکنې - چې هغه څنګه د خپلو ماشومانو د وړکتون د منډې سیالۍ کې ګډون کوي - نه یوازې هغو کسانو ته الهام ورکړ چې له سرطان ناروغۍ سره مبارزه کوي، بلکې د ګڼو نورو خلکو د الهام لامل هم وګرځېد.

ما به خپل ځان ملامتاوه او ځان به مې "ناکام" باله چې د پخوا په څېر د اوسېدو توان نه لرم. ما به د خپل درد تر شا ځان پټ ساته.

ان تر دې وخته هم ما خپل ځان د ژوند په هره برخه کې له بوختولو لیرې ساته، ځکه چې تل به زما خپلې مور له ما سره څه ډول چلند کاوه. خو دا چې زه ناروغه وم، ما کوم څه نه شوای کولی، دا خو پرېږده چې هرڅه دې وکړم، او په پای کې، کله چې زه روغتون کې وم، ما باید خپل ماشومان پرېښي وای.

د انځور حقوق MAO KOBAYASHI
Image caption هوډ مې وکړ چې د لمر وړانګو ته ووځم او له سرطان سره د خپلې مبارزې په اړه یو بلاګ ولیکم، کله مې چې دا کار وکړ، ګڼو خلکو همدردي راسره وښوده او ما ته یې دعا کوله.

کله چې زه دې ته اړایستله شوم چې د یوې ښې مور په توګه خوب او خیال پرېږدم - چې زما بدن او روح دواړه یې ځورول - زه پوی شوم چې زه د دې ټولو وړاندې شویو قربانیو مستحقه نه یم.

زما کورنۍ - که څه هم ما دوی ته پخلی نه شوای کولی یا دا چې دوی وړکتون ته بوځم او بېرته یې راولم - زه یې منلې وم، او پر ما یې د یوې مېرمنې او مور په توګه باور کاوه او له ما سره یې مینه کوله، لکه تل یې چې کوله.

۱۰۰ ښځې یعنې څه؟

بي بي سي هر کال په نړۍ کې ۱۰۰ نفوذ لرونکو او الهام بښونکو ښځو ته " ۱۰۰ ښځې" نوم ورکړی. موږ په ګرده نړۍ کې د ښځو کیسو ته د یوه نظر کتلو په توګه د دوی په اړه مستند فلمونه، فیچرونه او مرکې جوړوو.

موږ له تاسو غواړو چې له خپلو تبصرو، اندونه او نظرونو سره له موږ سره واوسئ. موږ پر فېسبوک, انسټاګرام, سنپ چټ, او یوټیوب موندلای شئ.

د خپلو خوښو کړو تبصرو او ستاسې د خپلو کیسو په خپرولو سره #۱۰۰ښځې یا #100women توري خپاره کړئ.

هوډ مې وکړ چې د لمر وړانګو ته ووځم او له سرطان سره د خپلې مبارزې په اړه یو بلاګ ولیکم، کله مې چې دا کار وکړ، ګڼو خلکو همدردي راسره وښوده او ما ته یې دعا کوله.

او دوی راته وویل، چې د خپل ژوند د تبصرو له لارې دوی څرنګه له ستونزو سره مخامخ او بیا پرې لاسبري شول. دې کار ما ته هغه نړۍ سرچپه کړه چې ما وېره ترې لرله او له ګرمۍ او مینې ډکه وه او اوس زه له څه باندې یو میلیون لوستونکو سره اړیکي لرم.

د انځور حقوق MAO KOBAYASHI
Image caption زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی - خپل خوبونه مې رښتیا شول، د خپل ژوند مینه مې وکتله. ما ته خدای دوه ارزښتناکه بچیان راکړي. کورنۍ مې مینه راسره لري او پر ما هم ټول ګران دي.

که زه اوس مړه وای، خلکو به څه فکر کاوه؟ "بېچارګۍ!، هغه یوازې ۳۴ کلنه وه"؟ ډېره د افسوس وړ خبره ده، هغې دوه کوچني ماشومان پرېښودل"؟ زه نه غواړم چې خلک دې زما په اړه دا ډول فکر وکړي، ځکه چې زما ناروغي هغه څه نه دي چې زما ژوند مشخصوي.

زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی - خپل خوبونه مې رښتیا شول، د خپل ژوند مینه مې وکتله. ما ته خدای دوه ارزښتناکه بچیان راکړي. کورنۍ مې مینه راسره لري او پر ما هم ټول ګران دي.

آن ما پرېکړه وکړه چې وخت ته اجازه ورنه کړم، ما ته د خپلې ناروغۍ د پټولو توان راکړل شو. زه به هغه څوک جوړېږم چې یم چې غوښتل مې هماغسې شم.

ټول انځورونه د ماو کوبایاشي دي

ژباړه د مارکیو اوی ده

اړونده مطالب

ورته مطالب