حیفا ښار کې اورلګېدو زرګونه اسراییلیان اړ کړي سیمه پرېږدي

د انځور حقوق AP

د اسراییلو په درېیم لوی ښار حیفا کې د اورلګېدنې له پراخېدو سره حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او د ښار په درېیو ښارګوټو کې یې ۸۰ زره کسانو امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۴مه) همداراز خبرداری ورکړ چې که اورلګېدنه قصدي وي نو د "ترهګریز" عمل په توګه به یې له عاملانو سره سخت چلند وشي.

درې ورځې وړاندې د حیفا په شمالي ختیځ د پل پاز په ناحیه کې د دوه میاشتنۍ وچکالۍ وروسته اور ولګېد.

د اسراییلو په شمال کې د حیفا ښار ښاروال یوناو یاهاو وایي؛ اورلګېدنه احتمالا وروسته له هغه پیل شوه چې یوه کس له نفتي توکو ډکه او اور اخستونکې سیمه کې لګېدلی سګرټ وغورځوه.

د اور لمبې د هوا وچوالي او د توند باد لګېدو له امله په چټکۍ سره سیمه کې خپرې شوې او ډېر کورونه او موټرونه یې وسوځول.

اسراییلي چارواکي وایي؛ نژدې ۱۳۰ کسان ټپيان شوي چې ټپونه یې برسېرن دي. د ماشومانو ځایونه، ښوونځي، پوهنتونونه او د بوډاګانو یو مرکز په دغه ښار کې تش شوی دی.

د اسراییلو د پولیسو مشر روني الشیک د قصدي اورلګونې د احتمال خبره کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییلو یوه اوروژونکې الوتکه حیفا ښار کې د لګېدلي اور مړه کولو کې مرسته کوي

ورته وخت کې اسراییلو پولیسو د بیت المقدس ښار شاوخوا کې څلور فلسطینیان نیولي دي. ټاکل شوې دغه کسان د اورلوبې په پیل کې د غفلت په شک محاکمه شي.

بنیامین نتانیاهو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ "هرڅوک چې د اسراییلو یوې برخې ته اور واچوي کلکه سزا به وویني."

د یهودي کور ښي اړخي ګوند پورې تړلی د پوهنې وزیر نفتالي بنت په تلویحې ډول فلسطینیان او عربان په دغه اولګېدنه کې په احتمالي لاس لرلو تورن کړل. هغه پر ټویټر ویلي؛ "یوازې هغه کسان د اور لګولو توان لري چې ددې هېواد اړوند نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې د محمود عباس په مشرۍ فلسطیني ادارې د یوې وینا په خپرولو اسراییلي چارواکي تورن کړي چې له دې پېښې سیاسي ګټه پورته کوي. وینا کې ویل شوي؛ "څه چې سوځي زموږ ونې او زموږ هېواد فلسطین دی."

فلسطینې ادارې همداراز د اور مهارولو په برخه کې اسراییلو سره د مرستې وړاندیز کړی، خو وایي چې تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د پوځ سلګونه احتیاطي سرتېري د اوروژنې مامورینو او پولیسو سره د مرستې لپاره وربلل شوي دي.

ترکیې، روسیې او یونان اسراییلو ته مرستندویه ډلې ورلېږلي دي.

ټاکل شوې چې امریکا هم د اور مهارولو لپاره د بویینګ سوپر ټانکر الوتکه اسراییلو ته واستوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییلو دولت د حیفا زرګونو اوسېدونکو ته له سیمې د وتلو امر کړی
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images