توکيو کې ۵۴ کاله وروسته واوره شوې

د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېرو ۵۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې واوره کېږي

د جاپان په پلازمېنه توکيو کې ۵۴ کاله وروسته په نومبر مياشت کې واوره شوې ده.

توکيو ښار کې واورې اورېدو ډېر خلک حيران کړي، ځکه پخوا به په دغه موسم کې د تودوخې درجه ۱۷ سانتي ګرېډ وه.

د واورې له امله د ټرانسپورټ سيسټم له ستونزو سره مخ شوی دی.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورې له امله د سړکونو د کنګلېدو او د برېښنا تارونو د پرېوتو وېره ده.

له دې وړاندې په۱۹۶۲ کال کې په وروستی ځل په توکيو کې واوره شوې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption توکيو ښار کې واورې اورېدو ډېر خلک حيران کړي، ځکه پخوا به په دغه موسم کې د تودوخې درجه ۱۷ سانتي ګرېډ وه.
د انځور حقوق Reuters
Image caption سږ کال په توکيو کې د ونو پاڼې او واوره يو ځای راپرېوتې
د انځور حقوق AFP
Image caption يوه خوا خلک له واورې خوند اخلي خو بله خوا يې ګڼې ستونزې هم رامنځ ته کړې دي
د انځور حقوق AFP
Image caption د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورې له امله د سړکونو د کنګلېدو او د برېښنا تارونو د پرېوتو وېره ده.
د انځور حقوق EPA
Image caption شاهي ودانۍ له واوروې اورېدو وروسته
د انځور حقوق Reuters
Image caption ګرځندويانو ته د تصوير اخيستلو ښه موقع په لاس ورغلې
د انځور حقوق Reuters
Image caption واورې اورېدو او سړې هوا د هغو کسانو لپاره چې دوديزې جامې اغوندي ستونزې رامنځ ته کړې دي

ورته مطالب