عراق کې چاودنې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption بريد د عراق له پلازمېنې بغداد څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې شوی دی

د عراقي چارواکو په وينا د يوه موټر بم چاودنې له امله ۸۰ تنه وژل شوي چې ډېری يې شيعه ګان دي.

بريد د عراق له پلازمېنې بغداد څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې د حلې ښار کې د تېلو پمپ او رستورانت ته نژدې شوې دی.

چاودنه په هغه ځای کې شوې چې د شيعه زيارت کوونکو موټرونه ولاړ وو، په چاودنه کې ايراني زيارت کوونکي هم وژل شوي چې له کربلاه ښاره بېرته راستنېدل.

د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

د عراق دولتي ځواکونو د کرکوک بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

"داعش دې یا تسلیم شي یا به ووژل شي"

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې. له دغې ډلې سره تړلې يوې خبري رسنۍ عماق په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۲۰۰ کسانو د مرګژوبلې خبر وکړی دی.

يوه امنيتي چارواکي فلاح الرضي بي بي سي ته ويلي، په دغه بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپيان شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption چاودنه په هغه ځای کې شوې چې د شيعه زيارت کوونکو موټرونه ولاړ وو

د ښاغلي فلاح په وينا، د مړينې د کچې لوړېدو وېره شته.

څه موده وړاندې هم د سامرا ښار کې د ځانمرګي موټر بم بريد له امله ۱۰ ايرانيان وژل شوي وو. د غه بريد هم د شيعه زيارت کوونکو د موټرو پر تم ځای شوی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب