کربلا کې چاودنه
کربلا کې چاودنه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د عراق د کربلا چاودنې په قربانيانو کې افغانان هم شته.
د عراق له پلازمېنې ۱۰۰ کيلومتره لرې په دغه چاودنه کې چې پر عبادت کوونکو شيعيه گانو وشوه ټول ټال ٧٧ کسان وژل شوي.
ډېر يې د ايران او افغانستان اوسېدونکي یاد شوي. عراقي چارواکي وايي چاودنه په يوه لارۍ کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله وشوه.
د "اسلامي دولت" نومې ډلې یې پړه منلې ده. دا برید په داسې وخت کې کېږي چې د عراق په شمال موصل ښار کې داعش ضد عملیات لا هم روان دي.