د امریکا ویسکانسن ایالت کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شميرنې غوښتنه

مېرمن سټاین ویلي؛ پلان په پنلسوانیا او میشیګان ایالتونو کې هم د رایو بیا شمېرنې غوښتنه چارواکو ته ورکړي. د انځور حقوق AP
Image caption مېرمن سټاین ویلي؛ پلان په پنلسوانیا او میشیګان ایالتونو کې هم د رایو بیا شمېرنې غوښتنه چارواکو ته ورکړي

د امریکا زرغون ګوند نوماندې جېل سټاین چې د امریکا د نومبر ۸ مې په ټاکنو کې تر ډونلډ ټرمپ، هېلیري کلنټن او ګېري جانسن وروسته څلورمه وه، په رسمي ډول یې د ویسکانسن د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې ددغه شمالي ایالت د رایو بیا شمېرنې امر ورکړي.

دا غوښتنه د شنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) او د رایو بیا شمېرنې قانوني مودې تر پوره کېدو وړاندې رسمي چارواکو ته رسول شوې او تمه کېږي د ویسکانسن والي ددغې غوښتنې پوره کولو لپاره ګام پورته کړي.

د ویسکانسن ایالت ټاکنو کمیسیون هم په یوه ټویټ کې تایید کړې چې د رایو بیا شمېرنې غوښتنه یې په رسمي ډول ترلاسه کړې او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې لا ډېر جزییات به وروسته څرګند شي.

د جمعې په ورځ ویسکانسن کې د رایو بیا شمېرنې لپاره د قانوني مودې وروستۍ نېټه وه.

ویسکانسن کې د رایو شمېرنې پایلې نژدې دوه اونۍ وړاندې اعلان شوې او له مخې یې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېرو کمو رایو په توپیر د ډیموکراتانو د تمې خلاف خپله سیاله هېلیري کلنټن ماته کړه.

ددغه ایالت د رایو پایلې چې په وروستیو درېیو لسیزو کې یې تل د ډیموکراتانو ملاتړ کړی په ترتیب سره په لاندې ډول وې:

ډونلډ ټرمپ: ۱۴۰۹۴۷۶ (۴۷،۹ سلنه) رایې

هېلیري کلنټن: ۱۳۸۲۲۱۰ (۴۶،۹سلنه) رایې

د زرغون ګوند نوماندې جېل سټاین د یوازې ۳۱ زره رایو په ترلاسه کولو په ویسکانسن د رایو شمېرنې په پای کې د لیبرال ګوند تر کاندید ګېری جانسن وروسته څلورم ځای خپل کړی و.

د امریکا د زرغون ګوند نوماندې جیل سټاین چې سږکال د تېرو څلورو کلونو په څېر په ټاکنو کې ددغه ګوند د نوماندې په توګه ولاړه وه، له تېرې اونۍ راهیسې له خلکو د مرستې پر راټولو بوخته ده چې په درېیو ایالتونو میشیګان، ویسکانسن او پنسلوانیا کې د احتمالي رایې بیا شمېرنې لګښت برابر کړي. ویل کېږي چې تراوسه یې نژدې ۵ میلیون ډالر راټول کړي.

مېرمن سټاین ویلي؛ پلان لري په پنلسوانیا او میشیګان ایالتونو کې هم د رایو بیا شمېرنې غوښتنه چارواکو ته ورکړي.

د رایو بیا شمېرنې لپاره د غوښتنې رسمي موده د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۸مه) پایته رسېږي او په میشیګان کې هم چې تراوسه یې رسمي پایلې نه دي اعلان کړې د ټاکنیزو شکایتونو منلو موده ددې اونۍ تر چهارشنبې اعلان کړې ده.

د امریکا د ټاکنو د قوانیو له مخې، که د رایو بیا شمېرنه د شکایت کوونکي ادعا ثابته نه کړي، هغه باید د بیا شمېرنې ټول لګښتونه ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېرمن کلنټن کمپاین تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی

ویسکانسن ۱۰ ټاکنیزې رایې (الکټورل کالج ووټ) لري چې که د رایو بیا شمېرنې پایلې د لومړي هغه پرخلاف راووځي نو، دا ۱۰ رایې د هېلیري کلنټن په ګټه حسابېږي، خو پر وروستیو پایلو کوم اغېز نه لري. مېرمن کلنټن د ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د ځان نژدې کولو لپاره د درېواړو ایالتونو ویسکانسن، پنسلوانیا او میشیګان رایو ته اړتیا لري.

خو یو بل احتمال کېدای شي دا وي چې که له دغو درېیو په دوو ایالتونو کې د رایو بیا شمېرنې پایلې د لومړنیو پایلو پرخلاف راووځي، نو په هغه صورت کې سره له دې چې مېرمن کلنټن د نصاب حد ته نه رسي، ډونالډ ټرمپ به هم د ۲۷۰ ټاکنیزو رایو له پولې ولوېږي او هېڅ یو به د ټاکنو ګټونکی نشي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په دې ورځو کې د راتلونکي دولت جوړولو لپاره د کسانو پر ګومارلو بوخت دی د نومبر اتمې په ولسمشریزو ټاکنو وتوانېده ۲۹۰ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړي.

د ټرمپ د بریالیتوب لامل په درېیو ایالتونو میشیګان، ویسکانسن او پنسلوانیا کې بریالیتوب و چې درې واړو په تېرو درېیو لسیزو کې هېڅکله د جمهوریپالانو لمن نه وه نیولې. هغه همداراز یې وشوای کولی د فلورېډا ګڼ مېشتی ایالت هم خپل کړي ترڅو پر ډیموکراتانو بریالیتوب پرېکنده کړي.

د زرغون ګوند نوماندې لخوا په ویسکانسن کې د رایو بیا شمېرنې غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نومبر اتمې ټاکنو ترسره کوونکي رسمي چارواکي وایي؛ د رایو په شمېرنه کې د سرغړونې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې پر اوسنیو پایلو دې اغېز کړی وي.

د انځور حقوق AP
Image caption ډونلډ ټرمپ چې د ۲۹۰ ټاکنیزو رایو په ترلاسه کولو یې ډیموکراتانو ته سخته ماتې ورکړه اوس د کابینې پر جوړولو بوخت دی

په وروستیو ورځو کې په ټاکنیزو چارو کې څو وتلیو وکیلانو د مېرمن کلنټن ټاکنیزو کمپاین دفتر ته توصیه کړې وه چې په درېیو ایالتونو مشیګان، ویسکانسن او پنسلوانیا کې د رایو بیا شمېرنې غوښتنه وکړي.

دغو وکیلانو چې له یو شمېرو نورو پوهنتوني او ټولنیزو او سیاسي فعالانو سره یې د رایو شمېرنې کمپیوټرونو د هک کېدو احتمال خبره کړې وایي؛ ددوی ارزونې ښيي چې د مېرمن کلنټن د رایو پایلې په هغو سیمو کې چې کمپیوټري سېسټم کارول شوی په غالبا تر هغو سیمو بد دی چې د رایو پاڼې په لاس شمېرل شوي یا د رایو پانې سکن شوې دي.

دغه کسان پر همدې بنسټ وایي؛ د پنسلوانیا، ویسکانسن او میشیګان په څېر ایالتونو په ځینو سیمو کې د څېړنې غوښتونکي دي ترڅو ډاډمن شي چې هلته کمپیوټرونه نه دي هک شوي.

سره له دې، د مېرمن کلنټن د کمپاین دفتر تراوسه د رایو بیا شمېرنې لپاره لېوالتیا نه ده ښوولې.

د ډونلډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین دفتر هم چې د ۲۹۰ ټاکنیزو رایو ترلاسه کولو سره د نومبر ۸ مې ټاکنې وګټلې، تراوسه دې خبر ته غبرګون نه دی ښوولی.