د کاسټرو پر مړينه غبرګونونه، ټرمپ د کيوبا انقلاب مشر "ظالم ديکتاتور" بللی

د انځور حقوق AFP
Image caption د کيوبا پخوانی ولسمشر او د کمونيستي انقلاب مشر فېډل کاسټرو د ۹۰ کلو په عمر ومړ

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د کيوبا د انقلاب مشر فېډل کاسټرو يو "ظالم ديکتاتور" بللی چې د ده په وينا لسګونه کلونه يې خپل خلک "ځپلي" وو.

ښاغلي ټرمپ زياته کړې، د کيوبا پخواني مشر "بېوزلي" په ميراث پرېښودلې او د خپل هېواد خلک يې له "لومړنيو بشري حقونو محروم" کړي وو.

د کيوبا پخوانی ولسمشر او د کمونيستي انقلاب مشر فېډل کاسټرو د نومبر پر ۲۵ د ۹۰ کلو په عمر ومړ.

کاسټرو څوک دی؟

د فیډل کاسټرو ژوند په انځورونو کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
نړیوال سیاست کې د فېډل کاسترو رول

فېډل کاسټرو د ۱۹۵۹ کال له انقلاب وروسته د کیوبا ولسمشر و او د نژدې نیمې پيړۍ لپاره یې د کیوبا مشري وکړه، ترڅو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې واک خپل ورور راول کاسټرو ته پرېښود.

ښاغلي ټرمپ د ټاکنو د کمپاين پر مهال څو ځله ويلي وو، چې له کيوبا سره د اړيکو د عادي کولو پروسه به بندوي.

د نړۍ يو شمېر نورو مشرانو هم د فېډل کاسټرو پر مړينه غبرګونونه ښودلي دي. ډېری مشرانو نوموړی د دې پېړۍ يو له نامتو کسانو څخه بللی دی. په همدې حال کې يو شمېر امريکا مېشتو کيوبايانو د نوموړي پر مړينه خوښي څرګنده کړې او له خوشالۍ لارو کوڅو ته راوتلي وو.

د انځور حقوق AP
Image caption فېډل کاسټرو د روسيې له ولسمشر ولادي میر پوتين سره

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپله خبرپاڼه کې د فېډل کاسټرو د مړينې له امله د ده له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي اوباما په دغه خبرپاڼه کې ويلي، "تاريخ به د کاسټرو اغېز ثبت کړي او په دې اړه به خپل قضاوت وکړي. همدا ډول نوموړي ويلي امريکا د کيوبا خلکو ته د خپلې دوستۍ لاسونه وړاندې کوي.

د فېډل کاسټرو د واکمنۍ پر مهال د کيوبا او امریکا تر منځ اړيکي نه وو او کيوبا د امریکا دښمن بلل کېده. په وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو لپاره ګڼې هڅې وکړې.

د کاناډا لومړي وزير جسټېن ټروډو، فېډل کاسټرو يو ځانګړی مشر وباله. ښاغلي ټروډو او مېرمنې يې د فېډل کاسټرو له کورنۍ او مينه والو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د روسيې ولسمشر ولاديمپر پوتين نوموړی د پېر سمبول یاد کړی او هغه يې د روسيې باوري او دروند ملګری بللی دی.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د کيوبا ولسمشر راول کاسټرو ته په استولي پيغام کې تسليت وړاندې کړی او د فېډل کاسټرو پر مړينه يې خواشيني څرګنده کړې.

د چين ولسمشر شي جېنپېګ بيا وايي، د چين ولس خوږ او ريښتينی ملګری له لاسه وکړ.

د هند لومړي وزير نريندار مودي فېډل کاسټرو د ۲۰ مې پېړۍ يوه تر ټولو "افسانوي څېره" بللې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فېډل کاسټرو او چېګوارا

د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما وويل، فېډل کاسټرو د نړۍ په لروبر کې د مظلومو ولسونو مبارز پاتې شوی دی.

د واتيکان مذبي مشر پاپ فرانسيس، د کاسټرو د مړيني خبر خواشينوونکی بللی دی. نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د کيوبا د سفر پر مهال له فېډل کاسټرو سره ليدلي وو.

د پخواني شوروي اتحاد پخواني ولسمشر ميخايل ګورباچف کاسټرو داسې مشر بللی چې کيوبا يې د ازادی پر لور پر مخ بوتله.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بارېس جانسن ويلي، د فېډل کاسټرو د مړينې له امله د بريتانيا خلک د کيوبا خلکو او د کاسټرو کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

بله خوا په کيوبا او هاوانا کې د ښاغلي کاسټرو يو شمېر سیاسي مخالفينو د ده پر مړينه خوښي څرګنده کړې او لارو کوڅو ته راوتلي وو او د کيوبا او امريکا بيراغونه يې رپول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فېډل کاسټرو يو شمېر مخالفينو په امریکا کې د نوموړي پر مړينه خوښي څرګندوله

همدا ډول په امریکا کې مېشتې د کاسټرو د بلې مخالفې ډلې د کيوبا ديموکراتيک مدیريت مشر وايي "زه افسوس کوم چې دې جنايتکار سره په يوه محکمه کې هم د ټولو هغه جرمونو په اړه حساب ونشو چې د خپلو خلکو پرضد يې ترسره کړي. "

نوموړی وايي "دا يو داسې کس دی چې د نه زغم او د خپلې کورنۍ تر مشرۍ لاندې ټولواکي يې په ميراث پرېښوده."

ورته مطالب