د کلنټن کمپاین دفتر د امریکا ویسکانسن ایالت کي د رایو بیاشمېرنې ملاتړ وکړ

ښاغلي ټرمپ ویلي د ټاکنو د پایلو د ننګولو پرځای ورته درناوی وشي د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ټرمپ ویلي د ټاکنو د پایلو د ننګولو پرځای ورته درناوی وشي

د هېلیري کلنټن کمپاین یوه وکیل ویلي؛ ویسکانسن ایالت کې د رایو بیا شمېرنې له بهیر سره یوځای کېږي.

د امریکا زرغون ګوند نوماندې جېل سټاین د جمعې په ورځ (نومبر ۲۵مه) ویسکانسن کې د ټاکنیزو شکایتونو د مودې په وروستیو ساعتونو کې له کمیسیون نه په رسمي ډول ددغه ایالت د رایو بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.

مېرمن سټاین همداراز وویل؛ پلان لري چې په دوو نورو ایالتونو پنسلوانیا او میشیګان کې هم د رایو بیا شمېرنه وغواړي.

په دغو درېیو ایالتونو کې د رایو بیاشمېرنې اصلي لامل چې جېل سټاین او د ټاکنو څو وکیلان او سایبري کارپوهان مطرح کوي په څو حوزو کې چې رایې پکې د کمپیوټر له لارې شمېرل شوي د "غیرعادي بهیر" تر سترګو کېدل دي.

دوی وایي؛ ددوی ارزونې ښيي چې په دغو حوزو کې د څو نورو سیمو په پرتله چې رایې یې په لاس یا هم د سکېنرونو په وسیله شمېرل شوي دي د هېلیري کلنټن پایلې ډېرې بدې وې.

+ ویسکانسن کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیاشميرنې غوښتنه

سره له دې چې په دغو درېیو ایالتونو کې د رایو پایلو بدلېدو احتمال لرې ښکاري، خو که ټولې بیا شمېرنې د کلنټن په ګټه واوړي، هغه به وشي کولی ۲۷۰ ته د خپلو ټاکنیزو رایو (ټاکنیز کالج) رسولو سره ټاکنې وګټي او ډونلډ ټرمپ چې په لږ توپیر سره یې په دغو درېیو ایالتونو کې کلنټن ته ماتې ورکړې، له ۲۹۰ نه څه دپاسه ۴۰ ټاکنیزو کالجونو له لاسه ورکولو سره به بایلونکی شي.

ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هم ټاکنې "رڼې" بللي او ویلي یې دي داسې شواهد نه دي تر سترګو شوي چې د نومبر ۸مې په ټاکنو کې دې سایبري لاسوهنه شوې وي.

دا موضوع نن لامل شوه چې د ټاکنو دوه اصلي رقیبان د مېرمن سټاین د غوښتنې په تړاو غبرګون وښيي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې ان د ؛شکر ادا کولو" د رخصتیو په ورځو کې هم د امریکا راتلونکي دولت جوړولو په اړه په مشورو بوخت دی، د مېرمن سټاین پر ټاکنیز شکایت یې نیوکه کړې او هغه "عوام فریبي" بللې.

+ ټرمپ د خپلې کابینې لومړنۍ ښځینه چارواکې ونومولې

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) وویل؛ دا غوښتنه "داسې لاره ده چې سټاین غواړي پرې خپل جېب ډک کړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جیل سټاین د امریکا زرغون ګوند نومانده او د ماساچوست ایالت له کین اړخو سیاستوالو ده

د ښاغلي ټرمپ اشاره هغه کمپاین ته ده چې جېل سټاین د رایو بیا شمېرنې او وکیلانو د لګښت لپاره یې له خلکو د مرستې ټولو لپاره پيل کړې او د جمعې ورځې تر مازدیګره ددغو مرستو اندازه تر ۵ میلیون ډالرو ډېره اعلان شوې وه.

ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي؛ د ټاکنو د پایلو د ننګولو پرځای ښه ده چې څه رامنځته شوي ورته درناوی وشي.

د ښاغلي ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې جېل سټاین د شنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) د امریکا سي ان ان شبکې ته وویل؛ هغه یوازې د هغه کمپاین پرمخ وړونکې ده چې تراوسه ۱۱۰ زره کسانو د پیسو په ورکړې سره پکې برخه اخیستې او هدف یې په دغو درېیو ایالتونو کې د ټاکنو له پایلو ډاډ ترلاسه کول دي.

هغې ټینګار کړی چې د رایو بیا شمېرنه د ټولو کاندیدانو قانوني حق دی او دا مرستې یوه بېل حساب کې راټولې شوي چې یوازې به د ټاکنیزو چارو پر لګښتونو ولګول شي.

بلخوا د هېلیري کلنټن د کمپاین یوه لوړپوړي وکیل مارک الیاس ویلي؛ د مېرمن کلنټن له کمپاین بهر نورو کارپوهانو سره د ټاکنو د پایلو پر دقیقې ارزونې بوخت دی ترڅو د سرغړونې هرډول ته پام وکړي.

هغه ویلي؛ تردې شېبې په ټاکنو کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده تر سترګو شوې خو هغه او د مېرمن کلنټن کمپاین "۶۴ میلیون کسانو ته" چې د ډیموکراتانو کاندید ته یې رایې ورکړې مسوول دي چې د ټاکنو له سموالي د ډاډمن کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې شاته نشي.

ددغه حقوقي وکیل په وینا، پر همدې بنسټ د مېرمن کلنټن کمپاین په پام کې لري چې د ویسکانسن ایالت د رایو بیا شمېرنه کې ګډون وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption ميرمن کلنټن د نومبر اتمې تر رایې اچونې وروسته په رسمي ډول د ښاغلي ټرمپ بریالیتوب ومنلو او مبارکي یي ورکړه

ورته مطالب