د کاسټرو پر مړينه نهه ورځنی ویر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کیوبا د خپل انقلابي مشر فېډل کاسټرو پر مړينه رسمي وير پيل کړی دی.

کیوبا د خپل انقلابي مشر فېډل کاسټرو پر مړينه رسمي وير پيل کړی دی. د ښاغلي کاسټرو د مړينې اعلان د جمعې پر ورځ وشو، او اوس به يې نهه ورځې د هېواد بيرغ نيم ځوړند وي. سبا له دوشنبې به خلک وکړی شي چې نوموړي ته درناوی وړاندې کړي، مخکې له دې چې د دغه نوي کلن مشر د مړي ايري سانټيياګو ډي کوبا کې هغه ځای ته يوړل شي چې ده په کې د واک لپاره مبارزه پيل کړې وه. پر همدې مهال د امريکا ميامي کې بيا د خوښۍ لمانځنې کېدې، چې ګڼ شمېر کاسټرو ضدي کيوبايان په کې له خپلو کورنيو سره جلاوطنۍ کې مېشت دي.