د پلار د غږیز پیغام خپرولو زوی په ۲۱ کاله تعلیقي بند محکوم کړ

د انځور حقوق AMONTAZERI.COM
Image caption د احمد منتظري بند شپږ کاله عملي کېږي.

د ایران په قم کې د روحانیت ځانګړې محکمې د ایت الله حسین علي منتظري زوی د هغه څه له امله چې محکمه یې د ملي امنیت په ضد هڅه بولي په ۲۱ کاله تعلیقي بند محکوم کړ.

احمد منتظري تېر دوبی د خپل پلار هغه غږیز پیغام خپور کړی و، چې په ایران کې یې پر ۱۳۶۷ کال د ډېر اعدام په هکله څرګندونې پکې کړې وې.

ایت الله منتظري په دغه غږیز پیغام کې پر هغه کال د سیاسي بندیانو ډله ییز اعدام د ایران د حکومت "تر ټولو ستر جنایت بللی" دی.

ایت الله حسین علي منتظري د ایران د شیعه یانو مرجع او د دغه هېواد د انقلاب له مخکښو څېرو څخه و، خو وروسته یې د ایران د اسلامي انقلاب له بنسټګر سره اختلاف پیدا او له دندې ګوښه شو.

ویل کېږي د اختلاف اصلي لامل یې هم انساني حقونه، په تېره د سیاستوالو ډله ییز اعدام و.

د قم د روحانیت ځانګړې محکمې د یکشنبې په ورځ وویل چې نوموړي (احمد منتظري) ددغه پیغام په خپرولو سره ملي امنیت او حکومت په ضد هڅه کړې ده.

د محکمې د پرېکړې په نتیجه کې نوموړی د روحانیت لباس نشي اغوستلی او له ۲۱ کاله تعلیقي بند سره مخامخ کېږي.

* ۱۱ عربي هېوادونو ایران د 'ترهګرۍ' په ملاتړ تورن کړل

* د ایران عدلیې وزیر د لږو اعدامونو غوښتنه کړې

د ایت الله منتظري وېبپاڼې لیکلي، چې د ځانګړې محکمې د حکم له مخې د دې بند شپږ کلونه به عملي شي.

د احمد منتظري "د شهید ورور وینې ته درناوی" او د هغه عمر، ځانګړی وضعیت، پخوا پر سزا د نه حکومیت مخینه" هغه څه بلل شوي چې له امله یې د نوموړي د بند موده کمه شوې ده.

د قم د روحانیت ځانګړې محکمې د احمد منتظري له خوا د غږیز پیغام خپرېدل "د نوموړي له خوا د خپل روحانیت خلاف هڅه بلل شوې" او هغه ته یې د روحانیت جامې د نه اغوستلو حکم کړی دی.

خو ویلي یې دي چې "د شهید کورنۍ سره د نسبت لرلو" په لامل به نوموړی درې کاله دا جامې نشی اغوستلی.

محکمه پر دې حکم بیا کتنه هم کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایت الله حسین علي منتظري د سیاستوالو ډله ییز اعدام د ایران د حکومت " تر ټولو لوی جنایت" بللی دی.