جاپان کې د کنګل شوو کبانو پر سر، د سکېت لوبې ډګر وتړل شو

Screenshot of tweets on Japanese frozen fish skating rink د انځور حقوق Twitter/Niconews
Image caption دغه تفریح ځای لومړی پورتني عکسونه پر خپل فېسبوک خپاره کړي ول، خو وروسته یې لېرې کړل.

جاپان کې د یوه تفریحي پارک د سکېت لوبې ډګر په دې وتړل شو، چې کبان یې اوبو کې دننه د ښکلا په پار کنګل کړي ول او شکایتونه راپورته شول چې دا څارویو ته "سپکاوی " دی.

د دې میاشتې پیل کې د جاپان جنوبي ښار کېتکیوشي کې د "سپېس ورلد " لوبو ښارګوټي د سمندري فضا څانګه پرانستله.

ویډیو د مزار شریف اوسېدونکي تفریحي پارکونه غواړي

ویډیو ګردېز کې یوازینی تفریحي پارک، خو ښځې پکې نشته

وروسته له دې چې د لیدونکو پام شو، چې د سکېت پر مهال باید پر نژدې ۵۰۰۰ کنګل شوو سمندري حیواناتو لوبه ترسره کړي، نو غوصه يې وپارېده چې د پارک چارواکي اړ شول بخښنه وغواړي. د بخښنې ترڅنګ یې وویل چې دغه کبان له کنګل کېدو وړاندې مړه ول.

د انځور حقوق Twitter/Livedoornews
Image caption د جاپان خبري سرچینو وړاندې تر دې چې دغه پارک له خپلو انټرنټي پاڼو عکسونه لېرې کړي،د کنګل شوو ځارویو عکسونه خپاره کړل.

ټولنیزو شبکو کې ډېرو کسانو دغه کار "سپکاوی " او "د حیواناتو د حقونو تر پښو لاندې کول " وبلل.

د سپېس ورلد د پارک مشر توشیمي تاکدا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي د لوبو ښارګوټی به د کبانو په یاد مراسم جوړ کړي. ل

ویډیو کابل کې تفریحي پارکونه د نشیانو د پېروپلور پر ځایونو اوښتي

د عکسونو البوم د بریتانیا د اېپسویچ ښایسته نندارې