ټرمپ: د کیوبا په تړاو د اوباما پر سیاست بیا کتنه کوم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د کیوبا له حکومت تمه لري چې له واشنګټن سره د اړیکو لپاره به نوی تړون وړاندیز کړي.

د امریکا ټاکلی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کیوبا په تړاو د اوسني ولسمشر بارک اوباما پر سیاست بیا کتنه کوي.

نوموړی په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د دغه هېواد د چارو واګي ترلاسه کوي.

ډونلډ ټرمپ ویلي، هیله من دی چې د کیوبا حکومت د نوي تړون لپاره وړاندیز وکړي، داسې تړون چې د کیوبایانو، امریکايي ـ کیوبایانو او د متحده ایالتونو لپاره غوره وي.

د امریکا اوسني ولسمشر هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بندون(بن بست) مات کړي او له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د واشګټن ـ هاوانا خپلمنځي ډیپلوماټیک اړیکي بیا پیل کړي.

خو ډونلډ ټرمپ د کیوبا انقلابي مشر چې تېره شنبه مړ شو "بې رحم دیکتاتور" بللی، چې په وینا یې لسګونه کلونه یې د کیوبا خلک وځپل.

* فېډل کاسټرو څوک و؟

* د امریکا او کیوبا ترمنځ اړیکي

* د امریکا او کیوبا ولسمشرانو په هاوانا کې ليدلي

دا په داسې مهال ده، چې د کیوبا په مرکز هاوانا کې په زرګونو خلک کاسټرو ته د درناوي لپاره ټول شوي دي.

د عمومي ویر دا مراسم د توپ ۲۱ ګولیو په توغولو سره په هاوانا او سنټیاګو کې په یو وخت پیل شول.

سنټیاګو هغه سیمه ده چې پر ۱۹۵۹ کال فیډل کاسټرو پکې د کیوبا انقلاب پیل کړ.

د ویر مراسمو کې خلک د لوړې په کولو سره د کاسټرو سوسیالیستي او ملي اصولو ته په ژمنتیا ټیګار کوي.

د فېډل کاسټرو د مړي ایرې به د چهارشنبې په ورځ د سنټیاګو په هغو سیمو کې وګرځول شوي چې انقلابیانو پکې پرمختګ وکړ او بیا هاوانا ته ورسېدل.

بیا به د نوموړي د جسد ایرې په سنټیاګو کې د خپلو ملګرو د مړو د پاتې شونو په څنګ کې خاورو ته وسپارل شي.