د عکسونو البوم: د مرغلرو تاج که د عراق پټلۍ

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption د عراق د پټلۍ مرکزي تمنځی چې د مرغلو تاج په نوم مشهور دی.

د عراق پټلۍ شبکه د مرغلرو تاج بلل کېږي. د بغداد مرکزي تمځی برتانوي ودانګرو ډیزاین کړی او د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې بشپړ شوی، خو پر دغه هېواد په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ تر یرغل راهیسې یې هم پراخه بیا رغونه نه ده شوې، مګر له ګونبتې سره لوی جوړښت یې یو څه هغه پخوانی جلال او شوکت ترلاسه کړی دی.

علي الکرخي چې له ۴۰ کلونو راهیسې اورګاډی چلوي وايي: "کله چې مړ شم، له خلکو مې هیله ده د دې لپاره مې یاد کړي چې ولې مې هیڅکله هم د تمځي په کار کې لټي ونه کړه".

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption کرخي د اورګاډي د چلولو لپاره په ځانګړي شوي ځای کې ناست دی.

دا تمځی هغه وخت بختور و چې تر بیت المقدس او ان تر لندن پورې یې له لرې لرې سیمو د اورګاډو ښه پرمختللي سفرونه درلودل.

خو اوس یواځې د شپې سفرونه تر بصرې پورې لري، د اورګاډو ډېر شمېر یې هم یواځې شپږو ته را ټیټ شوی دی او له ۲۰۰ ډېر اورګاډي چلوونکي یې هم اجباري کم شوي دي.

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption سپرلۍ ولاړې دي چې توکي یې وپلتل شي.

امنیت یې یوه بله مسله ده، له مساپرو غوښتل کېږي چې بکسې په یوه لیکه کېږدي، چې سپي پکې د باروتو او وسلو موندلو لپاره توس ووهي.

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption علي ال کرخي د ارزونې لپاره اورګاډي ته خېږي.

ښاغلی کرخي کیسه کوي او هغه ورځ ورته د پرون په څېر ښکاري چې دی څلور کلن و، په بغداد کې به یې چې له کور سره اورګاډی تېرېده، نو ور سره مینه یې پیدا شوه. اوس یې هم د اورګاډي ارن په غوږونو کې انګازه کوي. دی کړکي ته پورته کېږي او اورګاډی تمځي ته د ننوتلو په وخت ویني. په دې سره د ماشومتوب خوند را ژوندی کوي.

د ښاغلي کرخي پلار د بغداد و، مور یې د ایران- کرد سیمې وه.

په ۱۹۸۹ کال غوره شوی و چې د پخواني ولسمشر صدام حسین لېږدوونکی اورګاډی وچلوي، خو د مور نسب یې چې ښکاره شو، نو دغه چانس یې وبایله.

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption دا ډبې په ۱۹۸۱ کال صدام حسین له فرانسې را نیولې وې.

په ۲۰۰۳ کال د صدام حسین له پرځېدلو وروسته چې امریکایان پر دغه هېواد واکمنېدل، ور سره د دولتي ادارو ډېره شتمني او توکي لوټ شول

ښاغلی کرخي وايي " زه په هغه ورځ دلته وم چې خلکو اورګاډي لوټل. ما فکر کاوه چې دوی زما اندامونه پرې کوي او وړي یې".

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption ال کرخي په لوټ شوې ډبه کې ولاړ دی.

" دا ډبې د اورګاډو په هکله د عراق د اوسني حکومت د دریځ استازي کوي".

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption پټلۍ یوه لرغونې هدیره په دوو برخو وېشلې دي.

دا لوټل شوي اورګاډي د هغې پټلۍ په څنګ کې اچول شوي چې برتانیا جوړه او یو قبرستان په منځ کې تېره ده.

ښاغلی کرخي په هدیره کې د هغه همکار قبر ته ور روان و، چې له مېرمنې او زوی سره یو ځای وسلوالو وژلی دی. ویې ویل

" زه داسې احساسوم چې اوس د هدیرې یوه خوا د خلکو لپاره او بل لوری د اورګاډو لپاره دی".

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption کرخي د خپل یوه پځواني همکار قبر ته ولاړ دی.

" موږ عراقیان دې نور مرګ د ځانګړي شي په څېر ونه وینو، داسې دې وګورو لکه په کوڅه کې د سیګرټو تش پاکت. دا زموږ یو متل دی" هغه زیاتوي " زه نور له مرګه نه وېرېږم"

د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption کرخي د هغه اورګاډي څنګ ته روان دی چې په ۲۰۰۳ کال د حکومتي ځواکونو او امریکایانو په جګړه کې ویجاړ شو.
د انځور حقوق Hawre Khalid
Image caption په بغداد کې د اورګاډي مرکزي تمځی.