د تبعیض او پوهې ضد احساساتو په وړاندې مبارزې مېرمنې

د انځور حقوق 500WOMENSCIENTISTS.ORG
Image caption د دوی لومړنۍ موخه د ۵۰۰ مېرمنو د شبکې جوړول دي.

د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته کابو لس زره هغو ښځو چې په پوهنیزو برخو کې کار کوي د يوه پرانستي ليک په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې له توپیري چلند (تبعیض) او د " پوهې ضد احساساتو" سره به مبارزه وکړي.

د د دې ژمنپاڼې د لیکلو لومړنۍ موخه دا ده، چې د ۵۰۰ ښځو یوه شبکه رامنځ ته کړي.

له شپږو ورځو را هیسې دا ژمنپاڼه خپره شوې او تر اوسه اته زره او اته سوه څېړونکو لاسلیک کړې ده.

د نیدرلېنډ د چاپېریالپوهنې انستیتیوت استادې ډاکتر کیلي رامېرز هم د دغه ژمنلیک په کښلو کې برخه درلوده.

نوموړې او نور لیکوال یې وايي، چې په توپیري چلند کې " لږکي، مېرمنې، همجنس خوښي، کډوال او معلولین په نښه کېږي".

په لیک کې راغلي: "زموږ له ډلې ډېرې په دغو درز اچوونکو او مخربو خبرو سره ګواښل شوې یو. له یوې بلې سره د پوهاوي، پیاوړتیا او وړاندې تګ لپاره یو ځای شوې یو".

* د بریتانیا مېشتو اسیايي نارینه وو 'موقتي مېرمنې'

* د داعش جګړه: کور ته ستنې مېرمنې

* بريتانيا کې اسيايۍ مېرمنې

ډاکټرې رامېرز په (پوهنیزه امریکايي وېبپاڼه کې) لیکلي، چې پخپله او ډله یې هیله من دي چې په مقابل کې یې مثبت غبرګون وښيي.

نوموړې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزې بریا په یادولو سره ویلي: "د اقلیمي بدلون د بدو اغېزو د مخنیوي په ګډون د لویو ننګونو د له منځه وړلو لپاره په خوځښت او پوهنیز پرمختګ کې وېره به ناڅاپي پای ومومي"

د امریکا ټاکلي ولسمشر په انتخاباتي هڅو کې ژمنه کړې وه چې د پاریس اقلیمي بدلون تړون به لغوه کړي.

خو ډاکټر رمېرز وايي: "موږ له ځانه پوښتو چې څنګه ګام پورته کړو؟"

د مانچشټر پوهنتون ډاکټره فراسیسکا ډي وریس هم په دې پلان کې شریکه ده او د خواله رسنیو له لارې یې پاموړ خوځښت را منځ ته کړی دی.

هغه هیله منه ده چې دا هڅې به یې د هغو پوهانو په "نړیواله شبکه" بدلې شي، چې په څېړنو کې به د یوې بلې ملاتړ به کوي او ځوانو ښځو ته به الهام ور کړي چې د پوهې په بېړۍ کې سپرې شي.

هغې بي بي سي ته وویل: "داسې ښکاري چې دا د یو لوی کار پیل دی".

دا څېړونکي اوس غواړي چې خپلو هڅو ته عملي بنه ور کړي او له لارې یې پوهو مېرمنو ته د سلا مشورو په ګډون د علمي څېړنې او په اړوند برخو کې د پرمختګ لپاره کار وکړي.