د هند پوځ پر پوسته بريد کې اووه پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption دا په تېرو دوو مياشتو کې د هند پوځ پر پوستو درېيم لوی بريد ګڼل دی

د هند تر ولکې لاندې کشمير د جنوبي برخې په جمو کې د هند پوځ پر يوې پوستې د وسله والو بريد کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون اووه تنه پوځيان وژل شوي دي.

دا په تېرو دوو مياشتو کې د هند پوځ پر پوستو درېيم لوی بريد ګڼل دی.

د هندي پوځ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د سې شنبې په ورځ (۲۹ نومبر) د پوليسو په جامو کې وسله والو په نګروټه کې د پوځ پر وسته بريد وکړ.

د هند په ډزو کې: ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

کشمیر کې پر کنټرول کرښه: ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د پاکستاني پوځ مشري جنرال قمرجاوېد ته وسپارل شوه

د خبرپاڼې له مخې د نښتې په پيل کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپيان شوي وو، خو وروسته بريدګر په دې وتوانېدل هغو ودانيو ته ننوځي چې د پوځيانو کورنۍ په کې مېشتې وې.

ويل کېږي بريدګرو هلته ۱۲ پوځيان، دوې ښځينه او دوه ماشومان يرغمل نيولي وو.

پوځ وايي ټول يرغمل شوي کسان يې په خوندي توګه ژغورلي، خو وايي په نښته کې يو بل پوځي افسر او دوه نورو ساتونکي هم ووژل شول.

د هندي پوځ په وينا په دغه نښته کې درې بريدګر وژل شوي دي.

له بريد وروسته په نګړوته کې له پوستې سره نژدې د موټرو په تګ راتګ بنديز لګېدلی دی او ښوونځي تړل شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د هندي پوځ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې بريدګرو د پوليسو جامې په تن وې

بله خوا هندي سرحدي ځواکونه د جمو په سامبا سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې د دريو وسله والو د وژلو ادعا کوي او وايي په دغه نښته کې د سرحدي ځواکونو يو ساتونکي ټپي شوی هم دی.

د روان کال په سپټمبر مياشت کې د شمالي کشمير په اړۍ سيمه کې د هندي پوځ پر پوسته بريد کې د ۱۹ پوځيانو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان تر منځ سرحدي او سفارتي اړيکي خراب شوي دي.

له دغه بريد لس ورځې وروسته هندي پوځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې د اورپکو د مرکزونو د له منځه وړلو ادعا کړې وه چې وروسته په سرحدي سيمو کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ په نښتو کې زياتوالی راغی.

هندی پوځ وايي له پوځي عملياتو وروسته تراوسه پاکستان د اوربند له تړونه له ۱۰۰ ځلو ډېره سرغړونه کړې ده، چې له امله يې په ډزو کې د ۱۷ پوځيانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب