د ټرمپ بریالیتوب سره له کرکې راپورته شویو جرمونو 'ډېروالی'

مات صلیب (سواستیکا) چې د نازیانو سمبول دی د ډونلډ ټرمپ تر بریالیتوب وروسته نیویارک کې د ښوونځي د ورزشي سیمې پر دیوال کښل شوی د انځور حقوق Wellsville NY Daily Reporter
Image caption مات صلیب (سواستیکا) چې د نازیانو سمبول دی د ډونلډ ټرمپ تر بریالیتوب وروسته نیویارک کې د ښوونځي د ورزشي سیمې پر دیوال کښل شوی

امریکا کې د مدني حقونو یوه وتلې ډله وایي؛ د ډونلډ ټرمپ تر بریالیتوب وروسته یې د ځورونې ۹۰۰ پېښې ثبتې کړې دي.

"سوېل کې د بېوزلۍ حقوقي مرکز" (اس پي ال سي) له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي "له دغه عمل سره د مقابلې لپاره پرېکنده چلند وکړي."

هغوی همداراز ښاغلی ټرمپ هڅولی چې "هغو ټولنو ته د دوستۍ لاس اوږد کړي چې خپه کړي یې دي."

دغې ډلې له کرکې رامنځته شويو ځورونو په اړه دوه راپورونه خپاره کړي.

"اس پي ال سي" د ښوونکو ټولنې له استازو او د مدني حقونو له نورو ډلو سره دا مسئله تشرېح کړې چې د ښاغلي ټرمپ شعارونو او اقداماتو څنګه د امریکا پر ټولنې اغېز وکړ.

دغې ډلې د ټولنیزو شبکو او خبري راپورونو له ارزونې او همداراز د ځورونو مستقیم راپور ترلاسه کولو سره دا پایلې خپرې کړې دي.

دغه سازمان وویل: "کوم څه چې پېښېږي ښاغلی ټرمپ یې باید مسوولیت ومني او کرکه او تعصب په کلکه رد کړي."

هغوی د "لس ورځې وروسته" په نوم خپل راپور کې پر لږکیو سلګونه بریدونه - له دې ډلې تاوتریخوالی او وېرونه - ذکر کړي چې ځینو ته یې نېغ په نېغه د د نومبر اتمې په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ ناببره بریالیتوب سره تړاو ورکوي.

+ د امریکا لومړۍ مېرمنې په تړاو توکمپالې لیکنې پر سر جنجال

+ ټرمپ او مسلمانان

ددغې ډلې لوړپوړي غړي مارک پوتوک بي بي سي ته وویل: "ددغو جرمونو ډېره لویه برخه په مستقیم ډول د ښاغلي ټرمپ کمپاین پورې تړلې ده. په دې معنا چې پر دیوالونو لیکنې او ویل کېدو کلمې د ټرمپ یادونه کوي."

ددغه راپور له مخې، په ډېرو مواردو کې تورپوستو ته ویل شوي چې د بس شاتنۍ برخې کې کېني چې د امریکا سوېلي ایالتونو کې د بېلوالي پخواني سیاست یادونه کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د هغه کلیسا پر دیوال چې تر ډېره کډوال ورتلل د "یواځې سپین پوستي" او "ټرمپ ملت" کلمې ولیکل شوې او په یوه بل مورد کې یوه همجنس خوښی له خپل موټر نه وویستل شو او بریدکوونکي چغې کړې چې "ولسمشر وایي کولی شو تاسو ووژنو."

دغې ډلې د "تر ټاکنو وروسته، د ټرمپ پدیده" په نوم خپل دویم راپور کې د زده کړې له ۱۰ زره مسوولینو نظرپوښتنه وکړه او دا یې وموندله چې ۹۰ سلنه د هغه څه له امله چې د "ټرمپ پدیده" یې بولي خپلو ښوونځیو کې د منفي اغېزې شاهدان و.

"د امریکا د ښوونکو فدراسیون" رییس رنډي وینګرټن وویل: "ددې وخت دی چې ټاکل شوی ولسمشر په اغېزناک او څرګند ډول له کرکې رامنځته شوي دغه چلندونه چې د هغه په نوم ترسره کېږي وغندي."

+ ټرمپ: نژدې درې میلیونه ناقانونه کډوال له امریکا شړم

دغې راپور همداراز وموندله چې له څلورو یوه برخه ښوونکي د تعصب او ځورونې شاهدان و "چې څرک یې کېدای شي ټاکنیز کمپاین کې وموندل شي." له دې ډلې پر دېوالونو د مات صلیب رسمول، فزیکي نښتې او د تاوتریخوالي ګواښ دی.

ښاغلي ټرمپ تېره اونۍ د "الټ - رایټ" توکمپالې ډله وغندله چې غړو یې نازي سلام سره د هغه بریالیتوب لمانځلی و.