د داعش له منګولو تښتېدلي نیم ژواندي ماشومان

د انځور حقوق .
Image caption د ماشوم مور وايي, 'اسلامي دولت' یې د خپلو ماشومانو په حالت خبر کړ، خو هېڅ پام یې ورته ونه کړ

له تېرو څه باندې شپږو اونیو راهیسې د موصل د جګړې له پیلېدو راپدېخوا، له ښاره تر ۷۰ زرو ډېر ولسي وګړي وتلي دي.

ګڼې کورنۍ د "حسن شام" په نامه کمپ کې دېره شوې. د بي بي سي انا فوسټر د کډوالو ستونزو ته لنډه کتنه کړې ده.

دا د هغو دوو بې وسه ماشومانو انځور دی، چې پر بستره نیم ژواندي پراته دي، د بدن پوستکي یې پر هډوکو نښتي ته وا هېڅ غوښه پکې نه شته، پښې او ګونډې یې د خوارځواکۍ له کبله د نرۍ لښتې په شان نرۍ شوې دي.

د موصل جګړه: د داعش جنګیالیو اووه عراقي پوځیان وژلي

د موصل عملیات: عراق کې 'ډله ییز قبر' موندل شوی

د کشري ماشوم مور وايي، زوی یې اوس ایله دوه کلن شوی. پر ماشوم د مچانو غورېږ دی، خو دی یې له مخ نه د شړلو وس نه لري او د خوارځواکۍ پرمهال د خپلې ګوتې په رودلو عادت شوی.

کله چې ماشوم ژاړي، ان ژړا یې هم سمه نه اورېدل کېږي. ترڅنګ یې نهه کلن ورور پروت دی، هر لیدونکی دا فکر کوي چې دا به څلور- پنځه کلن ماشوم وي.

دغه دواړه ماشومان د موصل د جګړې له سره اوره په تېښته بریالي شوي او دلته څلور ورځې وړاندې رسېدلي دي. پنځه اونۍ وړاندې، هغه کمپ هېڅ موجود نه وو چې دوی پکې اوسېدل.

د کمپ شاوخوا غونډیو کې د ویجاړو شویو کورونو کنډوالې دي، چې د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف بمباریو له ځمکې سره هوار کړي دي.

دا کلی د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې تر ټولو ټینګ مرکز و او اټکل کېده چې هلته په تېرو جګړو کې ۴۰۰ کلیوال له دې ډلې سره یوځای شوي او بیا وژل شوي دي.

دا کمپ په ډېر کم وخت کې ډک شو، له موصله د ۴۷ زره تښتېدلو کسانو پنډغالی وګرځېد. په تېره بیا هغو کسانو ته ښه سرپناه وه چې د "اسلامي دولت" ډلې او عراقي حکومت د جګړو له اوره تښتېدلي وو.

په کمپ کې هره ورځ ۳۰۰۰ کسان دېره کېدل. د سترګو تر لیدو پورې سپینې کېږدي لیدل کېږي. هره ورځ د خوړو، صابون او د غاښونو د کرېمو ترلاسه کولو لپاره د نویو کډوالو اوږده کتارونه جوړېږي.

"اسلامي دولت" موصل کې '۴۰ کسان اعدام کړي'

نوي راغلي کډوال موصل کې د خپل ترخه ژوند ډېرې وېروونکې کیسې کوي، وايي په واټونو کې به د ماشومانو په مخ کې د خلکو سرونه غوځېدل، د زده کړې نصاب له تاریخ او جغرافیې نه جګړې او ټوپک ته اوښتی و.

وايي دوی خپلې ټولې شتمنۍ د خوړو ترلاسه کولو لپاره ورکړې دي، او هڅه یې دا وه چې د "اسلامي دولت" ډلې له خوا تر دې اعلان وروسته چې نور دوی ته د کار زمینه نه شته، د کار موندلو لپاره څومره خوارۍ وګالي. یوې کورنۍ راته وویل، تر ټولو قیمتي او وروستی څیز - د مېرمنې ګوتمۍ - یې د خوړو اخیستو لپاره خرڅه کړه.

یوازې هډوکي

دلته د خوړو کمښت تر ټولو لویه ستونزه ده، او د خوارځواکو ماشومانو ستونزه مهمې پوښتنې راپورته کوي.

ایا دا د کړاو انفرادي پېښه ده؟ یا دا چې دغه کوچني ماشومان د یوې ناپېژندل شوې روغتیايي ستونزې له کبله دې حالت ته رسېدلي دي؟ د ماشوم مور وايي ماشومان یې مخکې ښه تندرست وو، خو دا چې پوره یوه میاشت په نس ماړه نه شول او لوږه یې تېره کړه، یوازې هډوکي یې پاتې شول او دې حالت ته راورسېدل.

د موصل عملیات: 'عراقي ځواکونو' کلیوال وربړول او ویې وژل

دا وايي، که څه هم روغتون ته یې ولېږدول، بیا یې د "اسلامي دولت" مشرانو ته هم وروښودل چې ګوندې یوڅه زړه یې پرې وسوځي، خو هغوی بابیزه وګڼل او درملنې ته یې هېڅ پام ونه کړ.

ددغو انځورونو د خپرېدو په اړه ډېره وېره دا ده چې موصل کې به ګڼ نور وګړي او ماشومان هم له ورته ناوړه حالت سره مخامخ وي، ځکه د موصل د ننه وضعیت په اړه ګڼ خلک نه دي خبر، خو پوهېږي چې هلته یادې ډلې ډېر بې رحمانه کارونه کړي.

ښايي دا هم لیرې نه وي چې "اسلامي دولت" ډلې په لوی لاس خلک وږي کړي وي، ځکه چې جنګیالي یې د موصل د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګېدل او دوی باید هغوی تمویل کړي وای.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، په دغه کمپ کې د خلکو غم ورسره دی، خو هلته په خوارځواکۍ ګڼ ماشومان اخته شوي، خو نه ښکاري چې ډېری برخه دې یې له لوږې سره مخامخ وي.

که هرڅه وي، دغه کوچنیي او بې وسه ماشومان باید هېر نه شي. ان که کومې ناروغۍ هم تر دې حالته رسولي وي، باید د یوه روغتون په بستر کې وای، نه دا چې په یوه لنډمهالې سرپناه کې پر نري فرش مازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption دغه وروڼه ماشومان د موصل له جګړې په تېښته بریالي شوي او کمپ ته رسېدلي

شاید دغه دوه ماشومان د لسګونو زرو نورو ورته ماشومانو یوه بېلګه وي، خو د دوی کړاو د هر بل ماشوم له کړاوه ډېر بوږنوونکی دی.

ورته مطالب