د سوریې جګړه: حلب ښار پر یوې "لویې هدیرې" اوښتونکی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي سټیفن اوبراین د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، غړي هېوادونه باید ولسي وګړو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي خبرداری ورکړی چې د سوریې حلب ښار پر یوې "لویې هدیرې" اوښتونکی او له امنیت شورا یې غوښتنه دا ده چې هلته کلابندو ولسي وګړو ته د مرستو رسولو ته لاس په کار شي.

ملګرو ملتونو دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې حکومتي ځواکونو د ښار نیولو لپاره پر وسله والو مخالفانو هوايي او ځمکني بریدونه جاري ساتلي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي سټیفن اوبراین د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، غړي هېوادونه باید ولسي وګړو ملاتړ وکړي.

د سوريي ځواکونو او متحدينو د بريدونو په ترڅ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سوريې بشري حقونو د څار ډله وايي، ۲۶ تنه ولسي وګړي په جب القبه کې د سوريې پوځ د توغنديو په بريدونو کې وژل شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي يو شمېر له دغو وژل شويو هغه خلک دي چې د وروستيو جګړو له امله تښتېدلي وو

ويل کېږي يو شمېر له دغو وژل شويو هغه خلک وو چې د وروستيو جګړو له امله تښتېدلي وو.

د حلب له ختیځه زرګونه وګړي تښتېدلي

سوریه: یاغیانو د حلب محاصرې ماتولو لپاره برید پیل کړی

حلب کې له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه

لندن مېشتې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، د حلب ختيځ کې په تېرو دوو اوونيو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې ۳۳ تنه يې ماشومان وو.

د دغې ډلې په وينا د حکومت تر ولکې لاندې د حلب په لوېديځ کې هم ۴۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

حلب ښار چې یو وخت د سوريې تجارتي مرکز و، په وروستيو کې د سوريې حکومت ايتلافي ځواکونو او د د غه هېواد د ولسمشر بشار اسد د مخالفو ډلو تر منځ په کې ګڼې نښتې شوې دي.

د روسيې د هوايي ځواکونو په مرسته بشار اسد ته وفادار ځواکونه په دې توانېدلي چې په حلب ښار کې پرمختګ وکړي او يو شمېر سيمې له ياغيانو ونيسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مرستندویې ډلې په دوراني ډول د جګړې لومړیو کرښو ته څېرمه ولسي وګړو ته خواړه برابروي
د انځور حقوق AMC
Image caption د حلب ښار ختيځ کې روغتيايي اسانتياوې او خوراکي توکي کم شوي چې له امله يې خلک له لوږې سره مخ دي.

په حلب ښار کې د جګړو له زياتوالي سره لسګونه زره کسانو د حلب ښار له ختيځه د حکومت او د کوردانو تر ولکې لاندې سيمو ته کډه شوي دي.

يو شمېر سرچينې د دغو کسانو شمېر له۲۰ تر ۵۰ زرو تنو پورې ښيي.

د حلب ښار د نيولو لپاره له دوو اوونيوراهیسې پرله پسې جګړه روانه ده. د حلب ښار ختيځ کې شاوخوا ۲۲۷ زره ولسي وګړي اوسېږي.

د ځينو راپورونو له مخې د حلب ښار ختيځ کې روغتيايي اسانتياوې او خوراکي توکي ډېر کم شوي چې له امله يې خلک له لوږې سره مخ دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب