د شرم په نامه نوې لړۍ: سکس، پت او باج اخیستنه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د شرم په نامه د بي بي سي نوې لړۍ

د بي بي سي یوې څېړنې ومونده چې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا په محافظه کارو ټولنو کې زرګونه نجونې د هغوی د شخصي یا د پارونکو انځورونو له کبله د شرم په پلمه ګواښل کېږي.

د شرم په نامه د پروګرامونو په دې لړۍ کې دانیال سیلاس اډمسن پر موبایل ټیلېفونونه او ټولنیزې رسنیو د ځورونو له دې پټې ناروغۍ پرده پورته کړې ده.

۲۰۰۹ کال کې، د مصر ۱۸ کلنې پېغلې غدیر احمد یوه وېډیو د خپل ملګري ټیلېفون ته واستوله.

په وېډیو کې غدیر د خپلې یوې ملګرې په کور کې نڅا کوي. په وېډیو کې د کومې جنسي اړیکې صحنه نه شته، خو هغې ډېر بې ستره جامې اغوستې او نڅېږي.

درې کاله وروسته، غدیر له خپل ملګري جلا شوه خو هغه د غچ اخیستو په پار، د نڅا دا وېډیو پر یوټیوب خپره کړه.

غدیر ټکان وخوړ.

Image caption غدیر ډېره زیاته زړورتیا لري، خو هغه څه چې ورپېښ شول، دریځ یې غیر معمولي نه دی.

هغه د مصر دلتا له نسبتاً محافظه کاره ښار اوسېدونکې ده.

دا پوهېږي چې دا کار - نڅا، بې ستره جامې او ملګری - په ټوله کې د هغې د مور او پلار او هغې ټولنې لپاره د منلو وړ کار نه دی چې ښځه باید په شرم کې په کې ژوند وکړي.

خو د وېډیو له استولو څو کاله تېر شول، غدیر د مصر پاڅون کې ګډون وکړ، خپل حجاب یې ایسته کړ او په زړورتیا یې مصر کې د ښځو د حقونو په اړه غږ پورته کړ.

دا چې دغه هلک غوښتل هغه په عامو خلکو کې وشرموي او په غوسه یې کړي، غدیر قضايي قضیه جوړه کړه.

د غدیر زړوره پرېکړه

دا هله بریالۍ شوه چې پخوانی ملګری یې په دې تورن شو چې د دې حیثیت یې تر پښو لاندې کړی و.

خو وېډیو په یوټیوب کې پاتې شوه او ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو د غدیر د بدنامولو لپاره د هغې د انځورونو خپرول پیل کړل.

۲۰۱۴ کال کې، وروسته تر هغه چې د وېډیو په کتلو سره پر نوموړې ډېرې نیوکې وشوې، وښکنځل شوه، غدیر یوه زړوره پرېکړه وکړه: وېډیو یې پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړه.

هغې له وېډیو سره په یوه تبصره کې وویل، اوس هغه وخت راغلی چې د ښځو د چوپ کولو او شرمولو لپاره د هغوی له بدن نه د ګټې اخیستو چاره ودروله شي.

دې وویل "وېډیو وګورئ، زه ښه نڅا کوم. هېڅ داسې څه نه شته چې پرې وشرمېږم. "

غدیر ډېره زیاته زړورتیا لري، خو هغه څه چې ورپېښ شول، دریځ یې غیر معمولي نه دی.

د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې زرګونه نجونې، په تېره بیا پېغلې او مېرمنې د هغوی د ځورونو او یا د ښکاره جنسي تېري له لارې ګواښل کېږي او شرمول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ستاسې په نظر د دغو کړنو مخه څنګه نیول کېدلی شي؟ ټولنیزو رسنیو کې دغه بحث ته دوام ورکړئ او دغه هشټګونه وکاروئ

په څېړنه کې راغلي، له هغو انځورونو په استفادې چې د نارینه وو لاس ته ورغلي، ځینې وخت ښځې اړ اېستل شوې یا د پیسو له لارې راضي شوې دي، چې جنسي اړیکو ته د غاړې اېښودو لپاره نور انځورونه واستوي.

"غچ اخیستل" د نړۍ په هر هېواد کې یوه ستونزه ده.

خو د پارونکو انځورونو قوت د بدنامولو داسې یوه وسله ده چې د ښځو د شرمولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په هغو ټولنو کې چې په پاک لمنۍ او له جنسي اړیکو پاکې دي او د حیثیت ساتلو له لارې د ناسمو جنسي اړیکو په مخنیوي ټینګار کوي، شرم هلته یوه ډېره خطرناکه مسله ګڼل کېږي.

د اردن عمان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله او ارواپوهه انعام العشا وايي "په لوېدیځ کې دا یو بېل کلتور دی. یو بربنډ انځور شاید د نجلۍ د سپکاوي سبب شي. خو زموږ په ټولنه کې، شاید بربنډ انځور د مرګ لامل وګرځي. ان که په فزیکي ډول د هغې ژوند ختم هم نه شي، نور په ټولنیز او کاري ډول پای ته رسېږي. خلک ترې ځان لېرې ساتي، ګوښه او رټل شوې پاتې کېږي."

د بدنامیو پټه ناروغي

د دغې ستونزې د کچې معلومولو په اړه شمېرې نه شته. ډېری پېښې نه اعلانېږي، ځکه هغه ځواک چې ښځه شرموي، چوپه خوله یې ګرځوي.

خو په لسګونو هېوادونو کې وکیلانو، پولیسو او فعالانو بي بي سي ته ویلي، د ځیرک ټېلېفونونو او د ټولنیزو رسنیو پیدا کېدل پر انټرنېټ د رسواییو او بدنامیو د پټې ناروغۍ د بربنډولو سبب شوې دي.

د کورنیو لخوا تاوتریخوالی

Image caption په هغو ټولنو کې چې په پاک لمنۍ او له جنسي اړیکو پاکې دي او د حیثیت ساتلو له لارې د ناسمو جنسي اړیکو په مخنیوي ټینګار کوي، شرم هلته یوه ډېره خطرناکه مسله ګڼل کېږي.

د اردن وکیلې زهره شرباتي بي بي سي ته وویل، په تېرو دوو یا درو کلونو کې یې د ښځو د ګواښلو یا د هغوی د رسوا کولو په اړه پر انټرنټ او خواله رسنیو د انځورونو شریکولو په تړاو، لږ تر لږه ۵۰ قضیې یې لاس په لاس کړې دي.

شرباتي وايي "زه فکر کوم اردن کې دا شمېره تر دې ډېره لوړه ده، د ټولنیزو رسنیو په تړاو داسې قضیې تر زرو کمې نه دي. فکر کوم پایله کې یې ډېرې نجونې وژل شوې هم دي."

د لوېدیځې تراډې پولیس لؤي زریقات وايي، تېر کال د فلسطیني پولیسو د الکترونیکي جرمونو برخې ته ۵۰۲ الکترونیکي جرمي قضیې راغلې وې، چې ډېری یې د ښځو د خصوصي انځورونو په اړه وې.

زریقات وايي "ډېری انځورونه د هغو ښځو وو، چې حجاب یې نه درلود یا یې بې ستره جامې اغوستې وې. ځینې وختونه یې پلرونه پرضد له تاوتریخوالي کار اخلي او ټولنه پرې تصمیم نیسي او دا ملامتیا ورپورې کوي چې ولې یې پر ټولنیزو رسنیو سړیو ته خپل انځورونه استولي. دا په محافظه کارو ټولنو کې ښه کار نه دی. ځینې وخت دا کار د خپلوانو له خوا د هغوی په مرګ تمامېږي. "

دی باوري دی، لږ تر لږه دوه هغه قضیې چې بي بي سي ته یې ویلې دي، یوه یې په اردن او بله یې د عراق په کردستان کې رامنځ ته شوې ده.

Image caption د شرم په دې لړۍ کې ځینو ښځو او هلکانو بي بي سي ته خپله کیسه کړې چې پښتو ویب پاڼه کې به خپرېږي

په دواړو قضیو کې نجونې د خپلو کورنیو په لاس وژل شوي، ځکه چې انځورونه یې په موبایل ټیلیفونونو کې خپاره شوي دي.

په لوېدیځه تراډه کې د غلاو د مخنیوي د وېبپاڼې مشر کمال محمد وايي، هر کال د عربي نړۍ په بېلابېلو برخو کې له ښځو نه تر زرو ډېرې د همکارۍ داسې عریضې ترلاسه کوي، چې د دوی د خصوصي انځورونو په تړاو وي.

د سعودي عربستان امربالمعروف

محمد زیاتوي "خلیجي هېوادونه په پراخه کچه له بدنامیو سره مخامخ دي، په تېره بیا په سعودي عربستان، اماراتو، کویت، قطر او بحرین کې ځینې نجونې راته وايي که دغه انځورونه په ښکاره خپاره شي، نو دوی به په رښتیا هم له خطر سره مخامخ شي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې د یوې نادولتي ادارې مشره وايي هره ورځ دوه یا درې نجونې راسره اړیکه نیسي او وايي چې دوی ګواښل کېږي.

په سعودي کې، دا ستونزه تر دې کچې خطرناکه ده چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر څانګې د ځوروونکو د تعقیبولو او هغو ښځو چې ګواښل کېږي د مرستې لپاره یوه ځانګړې برخه جوړه کړه.

په ۲۰۱۴ کال، د هغه وخت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د څانګې مشر دوکتور عبداللطیف الشیخ د سعودي ورځپاڼې ته وویل "هره ورځ د ښځو له خوا سلګونه ټیلیفونونه ځوابوو چې ښځې په کې ګواښل کېږي."

د انځور او معلوماتو په بدل کې نورې غوښتنې

بل لور ته د هند ستره محکمه کې وکیل باوان دوګال وايي له نژدې ۱۵ کلونو راهیسې د سرغړونو "څاڅکي" پېښې پر "سېل" اوښتې دي. دی زیاتوي "زما په اند، هره ورځ موږ په هند کې د زرګونو قضیو شاهدان یوو."

پر همدې مهال، پاکستان کې د یوې نادولتي ادارې مشره نجات داد، چې آنلاین نړۍ د ښځو لپاره د غوره ځای ګرځولو برخه کې فعالیت کوي، وايي "هره ورځ دوه یا درې نجونې راسره اړیکه نیسي - چې په کال کې نژدې ۹۰۰ ته رسېږي او وايي چې دوی ګواښل کېږي. کله چې ښځې اړیکي پالي، دوی خپل انځورونه یا وېډیوګانې شریکوي. کله چې د اختلاف له کبله اړیکي پای ته ورسېږي، نو مقابل لوری د بل پرضد له شته معلوماتو ناسمه ګټه اخلي او هغه ګواښي، نه یوازې د اړیکو د بقا لپاره، بلکې د دې لپاره چې له هغوی نه ناشنا غوښتنې هم لري."

له زندانه د امل دردونکې کیسه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر امل د هغې د پلار د ملګري له خوا جنسي تېری شوی و

په هغو ټولنو کې چې د "پت" له منځه تلل په کې لوی شرم ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه، بي بي سي د امل (چې اصلي نوم یې نه دی) کیسه راخیستې. دا ځوانه ښځه په تونس کې د ښځو له زندانه خپله کیسه کوي.

پر امل د هغې د پلار د ملګري له خوا جنسي تېری شوی و، چې وروسته یې بربنډ انځورونه هم اخیستي وو. دغو انځورونو امل د تېري کوونکي تر اغېز لاندې راوستله، او په راتلونکو څو میاشتو کې یې پر هغې جبري جنسي تېری کاوه.

یوه ورځ امل پر دې تېری کوونکی کور ته وروغوښت او هلته یې په ساتول ووژاه. هغه اوس زندان کې د ۲۵ کلونو لپاره بندي ده.

د سږ کال په جولای میاشت کې، په مراکش کې د ډله ییز جنسي تېري یوې بلې ځوانې قرباني شوې نجلۍ وروسته تر هغه ځان ته اور ورته کړ، چې تېري کوونکو یې پر انټرنېټ د انځورونو خپرولو ګواښ وکړ.

اتو تورنو هڅه وکړه چې د نجلۍ کورنۍ د دوی پرضد د تورونو له لګولو لاس پر سر شي. نجلۍ د ټپونو له کبله په روغتون کې مړه شوه.

خو په هند او پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفونونو په مټ د جنسي تېري د پېښو ثبتولو چاره په پراخه کچه دوام لري.

د ۲۰۱۶ کال په اګسټ میاشت کې، د "ټایمز آف اینډیا" ورځپاڼې ومونده - که زرګونه نه وي - د جنسي تېري سلګونه وېډیوګانې هره ورځ د اترا پردیش ایالت په هټیو کې خرڅې شوې دي. په اګره کې یوه هټیوال "Porn is passé ورځپاڼې ته وویل، په ژوند کې دغه جرمي پېښې یو غضب ګرځېدلی.

د دغه راپور له مخې، یوه بل هټیوال وویل، ان دوی خپلو مشتریانو ته وايي، چې "وروستۍ او ډېرې مستې" وېډیو ثبت شوي او نجلۍ هم پېژندل کېږي.

د بېلګې په توګه، د طب په برخه کې یوې کارکوونکې وروسته تر هغه خپل ځان وواژه، چې په کلي کې یې پرې د ډله ییز جنسي تېري ثبت شوې وېډیو د "وټس اپ" د پیغامونوله لارې خپره شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستیو کلونو کې، ډېرې داسې مشهورې پېښې وشوې چې د ښځو د جنسي اړیکو انځورونه په کې په لوی لاس خپاره شول

ښځې د کلي له مشرانو د مرستې غوښتلو هڅه وکړه، خو د هغې د یوې ملګرې په وینا، د ټولنې له خوا له دې کبله هېڅ ملاتړ ورسره ونه شو، چې ګني همدا په دې تېري کې ښکېله وه او همدا ملامته هم شوه.

د جرایمو ورته پېښې پاکستان کې هم رامنځ ته شوې، چې پر سلګونو ماشومانو جنسي تېري شوي او په ګرځنده ټیلېفونونو یې انځورونه اخیستل شوي.

د بي بي سي پخوانۍ خبریاله عنبر شمسي وايي، د پاکستان فدرالي څېړنو اداره کې د انټرنېټي جرمونو د مبارزې څانګه یوازې اسلام اباد سیمه کې "هره میاشت د جنسي ځورونو یا جنسي تېريو ۱۲ یا ۱۵ قضیې ترلاسه کوي."

د ښځو د حیا لپاره د ټولنې د غوښتنو ګواښ

عنبر شمسي د زیان رسولو او درد او داسې پراخې کلتوري فضا ترمنځ د دغو انځورونو د توان ترمنځ ښکاره کرښه کاږي، چې ښځو ته د حیا غوښتنه کوي.

دا وايي، د ډېرو نورو نارینه سالارو ټولنو په څېر، پاکستان کې "داسې یوه انګېرنه ده چې ښځه باید خپل بدن وپوښي او حیاناکه جامې واغوندي، ځکه هغه داسې یوه خزانه ده چې له سترګو باید پناه وي. همداسې تصور تاسو ته درکول کېږي. که دا ډول وېډیو یا انځورونه ښکاره شي، نو دا خزانه له لاسه وځي. "

په وروستیو کلونو کې، ډېرې داسې مشهورې پېښې وشوې چې د ښځو د جنسي اړیکو انځورونه په کې په لوی لاس خپاره شول، ترڅو د جنسي پاکوالي او پاک لمنۍ مفهوم وننګوي او د حیثیت، پت او شرم مفهوم وګواښي.

کله چې غدیر د خپلې نڅا خصوصی وېډیو پر فیسبوک خپره کړه، نه یوازې د خپل سپکاوي هڅه یې کوله، بلکې دا خبره یې روښانوله چې ګني وېډیو کې داسې څه نه شته چې دا دې پرې وشرمېږي.

په ۲۰۱۱ کال، د تونس یوه پېغله امینة السباعي تر دې لا وړاندې ولاړه. امینې پر فیسبوک د خپلو بربنډو سینو انځورونه خپاره کړل او پر خپلې سینې یې ولیکل چې "زما بدن زما دی. د هېچا د پت سرچینه نه ده".

دې انځورونو په تونس کې لویه لانجه جوړه کړه.

قندیل بلوچ

په وروستیو کې د پاکستان پنجاب ایالت یوې پېغلې قندیل بلوچ له ټولنیزو رسنیو په ګټې اخیستو د خپلو انځورونو په خپرولو سره د ځان لپاره شهرت وموند او لانجې یې راوپارولې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قندیل بلوچ خپل ورور ووژله.

قندیل بلوچ د پاکستان په "کیم کارداشیان" مشهوره وه، هغې پر انټرنېټ د جنسي کلتور په پیلولو سره د پاکستاني دودیزې ټولنې پولې ماتې کړې. سږ کال بلوچ هغه مهال د نړیوالو ورځپاڼو سرلیکونه وګرځېده، چې خپل ورور یې کورنۍ ته د سپکاوي او شرم وراړولو له کبله ووژله.

د سعودي عربستان چارواکو د ځیرک ټیلېفونونو ځواک درک کړ، پردې سربېره چې پر انټرنېټ د ښځو د انځورونو خپروونکو د تعقیب چاره یې خپله کړه، پر انټرنېټ یې د ښځو د انځورونو خپرولو د خطر په اړه د نجونو د پوهاوي کمپاینونه هم وکړل.

په یوه کچه دغه کمپاینونه د سعودي مېرمنې د ساتنې لپاره مهم دي، خو په اړه یې چټک غبرګون ښودل دا اعتراف هم منعکسوي چې ټکنالوژۍ د ښځو د هغو کارونو لپاره یوه نوې جبه پرانیسته، چې دوی یې پخپلو جسمونو کولی شی او نه یې شي کولی.

دا رپوټ د بي بي سي د ځانګړو او څېړنیزو وېډیويي رپوټونو لومړی هغه دی چې په شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا کې د شرم او پت او نوې ټکنالوژۍ ترمنځ د ټکر څرنګوالی څېړي. تاسو کولی شئ دې بحث ته په ټولنیزو رسنیو کې ادامه ورکړئ او #shame #شرم هشټګ وکاروئ