د ډونلډ ټرمپ او نوازشریف "غیررسمي" خبرو پراخ انعکاس موندلی

ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ له ټاکنو راهیسې د نړۍ ډېرو مشرانو سره خبرې کړې دي

د وړمې ورځې چهارشنبې (نومبر ۳۰مه) وروستیو ساعتونو کې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ترمنځ ټېلفوني خبرې وشوې.

د هغه متن له مخې چې د پاکستان دولت خپور کړی، دا ټېلفوني خبرې د دوو لوړپوړو چارواکو ترمنځ معمول خبرې وې؛ ځکه ښاغلي ټرمپ په غیر رسمي لهجې له ښاغلي شریف ستاینه وکړه.

ددې وینا په یوه برخه کې چې پاکستان د ښاغلي ټرمپ په حواله خپره کړې راغلي؛ "تاسو ډېر ښه اعتبار لرئ. ته یو فوق العاده سړی یې." "پاکستان ډېر ښه هېواد دی. ستاسو په هېواد کې ډېر فرصتونه شته او خلک یې ترټولو هوښیار دي."

دا چې د دغو دوو لوړپوړو چارواکو د خبرو یوازې متن خپور شوی، دا حدس ګران دی چې دا نقل قولونه تر کومه بریده مستقیم دی.

ددې متن په بله برخه کې راغلي دي: "مهرباني وکړئ زما پیغام د پاکستان خلکو ته ورسوئ. هغوی بېسارې خلک دي او هرپاکستانی چې زه پېژنم استثنایي خلک دي."

د امریکا وینا

ددغو ټېلفوني خبرو یو ساعت وروسته د ښاغلي ترمپ دفتر هم د یوې لنډې وینا په خپرولو دا خبرې "رغنده" وبللې. د ویناپاڼې له مخې؛ دواړو پردې خبرې وکړې چې امریکا او پاکستان څنګه کولی شي راتلونکي کې د "اړیکو پیاوړتیا" لپاره همکاري وکړي.

په دغه وینا کې همدراز راغلي؛ "د امریکا غوره شوي ولسمشر همداراز د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د شخصي او دوام لرونکو اړیکو جوړولو لپاره لېوالتیا وښوده."

خو د پاکستان لخوا په خپاره شوي متن کې د ډېرو صفتونو کارېدلو له هرڅه ډېر د رسنیو او ټولنیزو شبکو پام وراړولی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption نواز شریف ټرمپ ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته ورشي

اړونده مطالب