ډونلډ ټرمپ 'لېونی سپی' جنرال جیمز ماټیس دفاع وزارت ته غوره کړ

ماتیس د انځور حقوق AP
Image caption که سنا دا غوراوی تایید کړي، نو جیمز ماټیس به د امریکا راتلونکی دفاع وزیر وي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر په اوهایو ایالت کې د خبرو پرمهال وویل چې متقاعد جنرال جیمز ماټیس یې د دفاع وزارت پوسټ لپاره غوره کړی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جیمز ماټیس چې په 'لیوني سپي ' مشهور دی، د ایران او له ایران سره د شوي اټومي تړون په اړه سخت دریځ لري.

۶۶ کلن ماټیس وړاندې ایران "په منځني ختیځ کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو مهم خطر" بللی دی.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر په دې وروستیو کې له جنرال ماټیس سره تر لیدنې وروسته له هغه ستاینه وکړه او هغه یې د "جنرالانو جنرال" یاد کړ.

که سنا دا غوراوی تایید کړي، نو جیمز ماټیس به د امریکا راتلونکی دفاع وزیر وي.

ټرمپ د خپلې کابینې لومړنۍ ښځینه چارواکې ونومولې

ټرمپ درې مهمو څوکیو ته نوماندان غوره کړل

رینس پریبس د ټرمپ د دفتر مشر شو

ښاغلي ټرمپ تراوسه نه دي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت لپاره یې څوک په پام کې نیولي دي. ددغه پوسټ لپاره یو مطرح کاندید د ماساچوست ایالت پخوانی والي میټ رامني دی چې د سږکال په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ له سختو منتقدینو و.

ټرمپ د پنجشنبې مازدیګر (ډسمبر لومړۍ) خبرو کې ټینګار وکړ چې د "لومړی امریکا" پالیسي به تعقیب کړي. هغه وویل؛ متحده ایالتونو په منځني ختیځ کې شپږ ترېلیونه ډالر لګولي، خو سره له دې د هغه په وینا د دغې سیمې وضعیت تر پخوا ډېر کړکېچن دی.

امریکایي شرکتونو ته خبرداری

ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې کوم امریکایي شرکتونه چې د خپلو خدمتونو د تولید او وړاندې کولو مرکزونه نورو هېوادونو ته لېږدوي، له سختو مالیو سره به مخ شي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر خپلو پلویانو ته وویل: "هغه وخت تېر شوی چې امریکایي شرکتونو خپل هېواد پرېښوده."

هغه زیاته کړه: "موږ به د امریکایي کارګر له ګټو دفاع وکړو."

ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې د کارګرو له طبقې پر ملاتړ ټینګار کوي چې د سټیفن مونچین او وېلبر راس په نوم دوه میلیاردران یې په ترتیب سره د خزانه دارۍ او سوداګرۍ وزارتونو ته په پام کې نیولي دي.

ټرمپ 'سوداګري پرېږدي'، پر ولسمشرۍ تمرکز کوي

ښاغلي ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس له هغو خلکو چې دوی ته یې په ټاکنو کې رایه ورکړه د مننې په موخه له پنجشنبې ورځې راهیسې څو ایالتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

ډونلډ ټرمپ همداراز د پنجشنبې په ورځ په انډیانا ایالت کې خبرو کې د هغو شرکتونو په اړه چې غواړي له امریکا ووځي وویل: "موږ پر پولو هغوی ته درانده مالیات په نظر کې نیسو."

ښاغلی ټرمپ وایي؛ د کولر تولید یوه شرکت له مدیرانو سره په خبرو کې هغوی منلې چې د اوږدمهاله مالیاتي تسهیلاتو ترلاسه کولو په بدل کې به مکزیک ته د خپل شرکت له لېږدولو ډډه وکړ؛ نو په دې توګه په انډیانا کې نژدې ۱۰۰۰ کاري فرصتونه پرځای پاتې کېږي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ویلي؛ د شرکتونو د هڅونې لپاره چې کاري فرصتونه بېرته امریکا ته وګرځوي، د هغوی د مالیاتو نرخ به راښکته کړي.

ورته مطالب