د ګمبیا ولسمشر غوښتل "یو بیلیون" کال واکمن وي خو ټاکنې یې بایلودې

یحیي جامع د انځور حقوق AP
Image caption یحیي جامع ۲۲ کاله ولسمشر ؤ.

د ګمبیا ټولواک ولسمشر ۵۱ کلن یحیي جامع چې ۲۲ کاله ځواکمن ؤ، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې حېرانوونکې ماته خوړلې.

د ښاغلي جامع ځای ناستی به د ملکیتونو سوداګر، اداما بارو شي چې په ټاکنو کې یې تر ۴۵ سلنه ډېرې رایې ګټلي.

د ګمبیا حکومت 'اسلامي جمهوریت' شو

تاسې به د ازادۍ لپاره څه ډول خطر ته غاړه کېږدئ؟

ښاغلی جامع ۱۹۹۴ کال کې د یوې کودتا له لارې ځواک ترلاسه کړ. د ګمبیا د ټاکنو د کمیسیون مشر الېو مونار نجي وايي ښاغلي جامع د ټاکنو پایلې منلي.

د ګمبیا ټاکنو کې خلکو د رای پاڼې ونه کارولې، دوی په توشلو، مردکیو رایه ورکړه. رای ورکوونکي به د خپل خوښې نوماند صندوک کې مردکۍ کېښوده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هر نوماند بکس ځانګړی رنګ درلود او خلکو د رای پاڼې پر ځای په توشلو رایه ورکوله.

ښاغلی نجي وايي، دی پوهېږي چې څوک به خوښ نه وي او څوک به ټاکنې لمانځي خو "موږ ټول ګمبیایان یو ".

د افریقا غوره انځورونه

د عکسونو البوم- افریقا د کامرې له نظره

تر دې وړاندې ولسمشر یحیی جامع ویلي ول یوازې خدای کولای شي دی له واکه لېرې کړي او که خدای غوښتل نو تر یو میلیارد کالو به ولسمشري وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اداما بارو د ځوانو ګمبیایانو ډېرې رایې خپلې کړې.

د ټاکنو ګټونکی ادما بارو چې د ژوند لویه برخه یې سوداګرۍ کې تېره کړې، په سیاست کې ډېره تجربه نه لري او د مخالف ایتلاف استازیتوب کوي.

ښاغلی بارو ډېر پخوا، کله چې لا سوداګر نه ؤ، لندن کې د یوې لویې مغازې Argos ساتونکی ؤ.

د انځور حقوق AFP
Image caption اداما بارو

ښاغلي بارو په ټاکنیز کمپاین کې خلکو ته وعده ورکړه چې د هېواد اقتصاد به ښه کړي او وزګاري به له مینځه یوسي.

د ټاکنو پر ورځ چارواکو ګمبیا کې د رایې اچونې په پار انټرنټ پرې کړی ؤ او له بهره یې پر وراتلوونکو ټیلېفونونو بندیز لګولی ؤ. د دغه هېواد چارواکو وار له مخې اعلان کړی ؤ چې که ټاکنې د چا په خوښه نه وې مظاهره نشي کولی.

ځینو ډلو د ټاکنو پرمهال او له تر هغه وروسته د ډېرې ازادۍ غوښتنه کوله.

اړونده مطالب