برتانوی هلک چې د داعش لیکو کې ووژل شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د داعش لیکو کې وژل شوی برتانوی

د هغه بریتانیايي زلمي مور چې زوی یې اسلامي دولت نومې ډلې لپاره جګړه کې ووژل شو وايي هېڅ نه پوهېده چې څه ډول حالت ته ځي.

کله چې یې زوی اسلامي دولت نومې ډلې لپاره جګړه کې ووژل شو یوازې ۱۹ کلن و. مور یې نېکولا بېن یار دا خبر یو کال له نورو پټ وساته خلکو ته له ویلو وېرېده.

خو اوس د بریتانیا په بېرمېنګهم کې دغې مور داسې یوه ډله جوړه کړې ده چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې اولادونه یا خپلوان یې دغه ډول دې ته ورته د افراط قربانیان شوي دي. وايي په دې غواړي هغه چوپتیا ماته کړي چې توندلارې ډلې ترې ګټه اخلي.