د ګلناره کریمووا زوی: نړۍ ته وښيئ چې مور مې ژوندۍ ده

گلناره کریموا د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلناره کریمووا تر کورني حبس څلور میاشتې وړاندې د موسیقۍ په یوه پروګرام کې

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف د لور ګلناره کریمووا زوی اسلام کریموف د خپلې مور د اوسېدو ځای افشا کېدو غوښتنه کړې ده.

ګلنار کریمووا چې یو مهال د ازبکستان ترټولو ځواکمنه مېرمنه وه له ۲۰۱۴ کال راهیسې راڅرګنده شوې نه ده.

اسلام کریموف چې د خپل نېکه همنومی دی؛ بي بي سي سره په یوه مرکه کې د خپلې مور په اړه په دې وروستیو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل او د ازبکستان استخباراتي اداره یې د هغې په بندي ساتلو تورنه کړه.

مېرمن کریمووا یو وخت د خپل پلار ځایناستې ګڼل کېده. خو څه دپاسه دوه کاله وړاندې تر "کورني تاوتریخوالي" وروسته بیا راښکاره نشوه.

مېرمن کریمووا په فساد کې ښکېله یادېږي. یو وخت یې فعالیتونه له سوداګرۍ او سیاست نیولې تر فیشن او موسیقۍ پراخ وو. وروسته د مالي فساد تورونو یې پر سوداګریزو ګټو د پام وړ اغېز وکړ.

د هغې زوی چې په لندن کې ژوند کوي، بي بي سي ته وویل؛ مېرمن کریمووا په تاشکند کې په یوه "دوه تر درې کوټو لرونکي کور" کې ساتل کېږي.

هغه وویل؛ د اوږدې مودې لپاره له بهرني محیط سره له اړیکو پرته ساتل یې د مور پر روغتیا اثر کړی.

د انځور حقوق FAMILY PHOTO
Image caption د کوچني اسلام کریموف انځور چې له خپلې خور سره لیدل کېږي

هغې زیاته کړه؛ "په روغتون کې د هغې د بستري کېدو راپورونه ناسم دي. هغه له رواني پلوه روغه ده. خو ډاډمن یم څوک چې بنسټیزو حقونو ته له پاملرنې پرته دوه درې کاله ګوښی وي، روغتیایي پاملرنې ته اړ کېږي."

ګلناره کریمووا د مود او فیشن، د جواهراتو سوداګریزې نښې رامنځته کولو او د پاپ موسیقۍ ثبتولو سره د ازبکستان مشهوره څېره شوه. هغې د پام وړ دیپلوماتیک پوسټ او سوداګریزې ګټې لرلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلناره کریمووا په ۲۰۱۲ کال کې د پاریس د موډ او فیشن په اونۍ کې

خو درې کاله وړاندې د سویس او سوېډن څارنوالانو لخوا د هغې نوم د رشوت او پیسو سپینولو په څېړنو کې راپورته شو. دا څېړنې تر متحده ایالتونو هم وغځېدې.

څه موده وړاندې د ولسمشرۍ د کورنۍ په منځ کې د ژور اختلاف مساله رسنیو ته ورسېده. د مېرمن کریمووا فعالیتونه ډېر ژر مهار شول، له ډلې په ټولنیزو شبکو کې د هغې حسابونه چې له هغې لارې یې د ازبکستان پر استخباراتي ادارې څرګند بریدونه پیل کړي و.

د انځور حقوق CENTRE1.COM
Image caption د سنته وبسایټ د نومبر په ۲۲مه د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړ چې ګلناره کریمووا مړه شوې ده

زوی یې وایي؛ د هغې د حبس او ورته د لاسرسي مخنیوي مسوول د ازبکستان ځواکمنه استخباراتي اداره اس ان بي ده.

"زه نه پوهېږم څنګه په ۲۱مه پېړۍ کې هغوی دې ساده پوښتنې ته ځواب نه لري چې ګلناره چېرته ده؟" دی وایي؛ "کورنی حبس د څه شي لپاره؟ د څومره مودې لپاره؟ د چا تر څارنې لاندې؟ باید دغو پوښتنو ته ځواب ورکړل شي."

ښاغلی کوچنی کریموف وایي؛ غواړي د مور وضعیت یې په رسمي ډول مشخص شي.

"اوسمهال ځینې ګنګوسې شته چې هغه مړه شوې، ایا مړه شوې ده؟ له رسمي اعلان پرته، هېڅوک حتی نشي کولی ددې څیزونو پلټنه وکړي."

د انځور حقوق FAMILY PHOTO
Image caption د ګلناره کریمووا لور ایمان دا انځور د روان کال په لومړیو کې اخستل شوی

کوچنی اسلام کریموف وایي؛ دی له خپل مور سره هېڅ مستقیمه اړیکه نه لري، خو د خپلې خور ایمان له لارې چې لا هم ازبکستان کې ده د خپل مور له حاله خبرېږي.

کله چې ددوی نېکه د ازبکستان پخوانی ولسمشر اسلام کریموف په سپتمبر میاشت کې مړ شو، نه یې همنومی لمسی اسلام کریموف، نه یې خور او نه هم دده مور د تدفین په مراسمو کې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې ددوی نه ګډون په داسې هېواد کې چې کورنیو اړیکو ته پکې ډېر اهمیت ورکول کېږي، غیرمعمول پېښه وه. خو کوچنی اسلام کریموف وایي؛ د مور او خور د ګډون مخه یې ونیول شوه او دی هم نه دی توانېدلی هېواد ته د تګ خطر پرځای ومني.

دی وایي؛ "غوښتل مې لاړ شم، خو پوهېدم چې که د خارو ته سپارلو مراسمو ته لاړ شم بېرته ګرځېدای نشم. هغوی زموږ د فعالیتونو او غږ د محدود ساتلو لپاره باید موږ درې واړه په لاس کې ولري."

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسلام کریموف لور او ښځه تاتیا کریمووا او لاله کریمووا طلایووا، د ازبکستان د پخواني ولسمشر د تدفین په مراسمو کې

سره له دې دی هیله من دی ولسمشریزې ټاکنې چې د ډسمبر په څلورمه ترسره کېږي، د بدلون لامل شي.

"اوسنی موقت ولسمشر او لومړی وزیر ددغه لېونتوب د مخنیوي لپاره بېساری فرصت لري ترڅو کوم څه چې اس ان بي (استخباراتي اداره) یې لامل شوې پایته ورسوي او ځان ته مشروعیت ورکړي، ځکه چې د ټولو خلکو سترګې هغه ته دي او دې ته فکر وړي چې دی به څه وکړي."

"زه فکر نه کوم چې موږ دې د هغه په حق کې کوم بد کار کړی وي چې هغه دې زما له مور نه کرکه ولري."

تراوسه ځینې نښې لیدل شوي چې تر ټاکنو وروسته به د ازبکستان وضعیت کې بدلون راشي، داسې ټاکنې چې ډېر احتمال لري اوسنی موقت ولسمشر شوکت میرضیایوف یې ګټونکی وي.

د ازبکستان پخوانی ولسمشر اسلام کریموف تل تورن و چې هېواد یې په دیکتاتورۍ اداره کړ او سیاسي مخالفان او ناراضي مسلمانان یې په زندان کې شکنجه کړي و. همداراز د هغه د حکومت پرمهال د پنبې د فصل پرمهال پر خلکو اجباري کار کول د نړیوالې ټولنې کلکه نیوکه راپارولې وه.

کوچنی کریموف وایي؛ د هېواد مدرن کولو لپاره باید ځینې شیان بدل کړای شي.

Image caption کوچنی اسلام کریموف له بي بي سي ازبکي سره د مرکې پرمهال

د هغې مور هم په ازبکستان کې د بشري حقونو د نقض منتقده وه. خو منتقدین یې وایي؛ هغې یوازې هغه مهال غږ پورته کړ چې ستوری یې په غورځېدو و او خپله "د بشري حقونو نقض قرباني" شوې

د هغې زوی اعتراف کوي چې د ولسمشرۍ د کورنۍ د برخې په توګه د لویېدو له امتیازاتو او ګټو برخمن و؛ خو وایي؛ تېر څو کلونه ورته "دوزخ" او همداراز "د ژوند لوی درس" و چې دی یې د عادي ژوند تږی کړ.

"زه یوازې غواړم خپله کورنۍ ووینم، زه یوازې غواړم خپله مور او خور ووینم. غواړم سینما ته لاړ شم، په سړکونو وګرځم، ترټولو ساده شیان غواړم."وه.